ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان ۷۰ سلنه ماشومان د واکسين له طبیقه بې برخې دي

د اروزګان ۷۰ سلنه ماشومان د واکسين له طبیقه بې برخې دي

author avatar
27 Nov 2019 - 15:43
د اروزګان ۷۰ سلنه ماشومان د واکسين له طبیقه بې برخې دي
author avatar
27 Nov 2019 - 15:43

ترينکوټ (پژواک، ۶ لېندۍ ۹۸): د اروزګان ولایت روغتیایي مسوولین وایې، له هغه وروسته چې طالبانو په دغه ولایت کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د واکسین پر تطبیق بندیز ولګاوه، اویا سلنه ماشومان له واکسینه بې برخې شوي دي.

په دغه ولايت کې نن (د لېندۍ ٦مه) د پولیو واکسین تطبیق درې ورځنی کمپاین پیل شو چې ۵۵زره ماشومان به په امن سیمو کې کور په کور او په نا امنو سیمو کې کلینیک په کلینیک واکسین شي.

د عامي روغتیا رییس ډاکتر خان اغا میاخېل وایي، وروسته له هغه چې وسله والو طالبانو په ناامنو سیمو کې کور په کور د واکسین د تطبیق کمپاین درولی، ورسره د دوی کار هم سخت شوی دى.

هغه د دغه کمپاين د پرانيستې پر مهال پژواک اژانس ته وويل، نه یوازې په ناامنو سیمو کې ۱۴۰زره ماشومان له تېرو څو میاشتو راهیسې له یاد کمپاین څخه پاتې شوي، بلکې په دغو سیمو کې د روان کال له پیل راهیسې اته مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.

د نوموړي په وينا، د طالبانو له بندیز مخکې په ټول ولایت کې به څه کم دوه سوه زره ماشومان واکسین کېدل، خو اوس دغه شمېر ۵۵زره ته راټیټ شوی دي.

د عامي روغتیا دغه چارواکي وایي، که دغه ستونزه هواره نه شي، نو بدې پایلې به ولري.

د اروزګان والي اسدالله سعید هم له تېرو څو میاشتو راهیسې د طالبانو له خوا کور په کور د واکسین تطبیق پر وړاندي خنډ د اندېښنې وړ بولي.

هغه له وسله والو مخالفینو وغوښتل څو په ټولو سیمو کې د واکسین رضاکاره ډلو ته اجازه ورکړي چې دغه کمپاین کور په کور تطبیق کړي.

والي د ولایت پر قومي مخور، دیني عالمانو او سیمه ییزو اوسېدونکو هم غږ وکړ چې د پولیو پر وړاندې د شته خنډونه لرې کېدو په برخه کې مرسته وکړي.

ځایې اوسېدونکي بیا د پولیو او یو شمېر نورو وایروسي ناروغیو د مخنیوي لپاره د واکسين پلي کېدل د هغوی د ماشومانو حق بولي.

د ګېزاب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سيد رسول پژواک اژانس ته وویل، زیات وخت کېږي چې سیمې ته یې واکسین کوونکې ډله نه ده ورغلې.

نووموړي غوښتنه کوي چې د واکسین ولاړ کمپاین دې بیاځلي پیل او د هغوی ماشومان دي واکسین شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.