ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په څلورو ولایتونو کې د سړک جوړونې څلور پروژو تړونونه لاسلیک شول

په څلورو ولایتونو کې د سړک جوړونې څلور پروژو تړونونه لاسلیک شول

author avatar
27 Nov 2019 - 18:20
په څلورو ولایتونو کې د سړک جوړونې څلور پروژو تړونونه لاسلیک شول
author avatar
27 Nov 2019 - 18:20

کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۹۸): د ترانسپورټ وزارت په څلورو ولایتونو کې د سړک جوړونې د څلورو پروژو تړونونه د نږدې څلور ميلیاره افغانیو په ارزښت لاسلیک کړل.

دغه تړونونه نن چهارشنبې د ترانسپورټ د وزیر یما یاري او د سړک جوړونې د خصوصي شرکتونو د استازو ترمنځ په کابل کې لاسلیک شول.

یما یاري وویل چې دا پروژې د درې ميلیارده او ۷۳۷ ميلیونه او ۸۰۰زره افغانیو په ارزښت په بغلان، بامیان، ننګرها او غور ولایتونو کې تطبیقېږي.

یاري له دې پروژو څخه یوه چې د بغلان - بامیانو حلقوي سړک ډېره د ارزښت وړ پروژه وبلله او زیاته یې کړه چې دا پروژه له ډیزاین وروسته په شپږو برخو وېشل شوې ده چې کېدای شي د سالنګ د لارې بدیل جوړه شي.

همدارنګه د ترانسپورټ وزیر وویل: «د بغلان- بامیانو د سړک اوله او شپږمه برخه چې د هغه اوله برخه د بغلان ولایت اړوند او شپږمه برخه یې د بامیانو ولایت اړوند موقعیت لري، دا مهال یې د کار چارې روانې دي او د هغه د دويمې برخې د کار تړون د ۳۰ کیلومتره په اوږدوالي د ۱.۷ ميلیارده افغانیو په ارزښت او همدارنګه د هغه پنځمه برخه د ۱۹.۵ کیلومتره په اوږدوالي، د ۱.۹ ميلیارده افغانیو په ارزښت، د سړک جوړونې له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شوې ده.

د ترانسپورټ وزیر د سړک جوړونې یوه بله پروژه چې نن یې تړون لاسلیک شو، د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ۹ کیلومتره په اوږدوالي څو سړکونه په کې شامل دي.

نوموړي وویل، بله پروژه چې نن یې تړون لاسلیک شو، د غور- بامیان سړک دويمه برخه ده چې لس کیلومتره اوږدوالی لري.

هغه څرګنده کړه چې د غور- هرات د سړک جوړنې پروژې د لومړۍ برخې کار چې لس کیلومتره اوږدوالی لري، څلورمه پروژه ده چې تړون یې نن لاسلیک شو.​

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.