کابل (پژواک، ٦ لېندۍ ٩٨): د افغانستان او ويسټ انډيز ملي لوبډلو ترمنځ د ټسټ کرکټ لوبه پيل شوه.
دا لوبه چې نن (د لېندۍ ٦مه) د هندوستان په لکنو ښار کې د افغانستان په کوربه توب پيل شوه، پچه يې ويسټ انډيز وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د دې لوبې لپاره د افغانستان په ملي لوبډله کې ابراهيم ځدراڼ، جاوېد احمدي، رحمت شاه، احسان الله جنت، اصغر افغان، ناصر جمال، افسر ځاځى، راشد خان، حمزه هوتک، ظاهر خان او يمين احمدزی شامل دي.
دا د افغانستان څلورمه ټسټ لوبه ده، له دې مخکې يې له بنګله دېش او ايرلينډ څخه لوبې ګټلې وې او پر هندوستان يې بايللې وه.
افغانستان د نړۍ دويم هېواد دى چې خپلو لومړيو درېيو ټسټ لوبو کې يې دوه ګټلې دي، که چېرې دا لوبه وګټي، نو د نړۍ لومړى هېواد به شي چې خپلو لومړيو څلورو لوبو کې درې ګټي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن