غزني ښار (پژواک، ۶ ليندۍ ۹۸): په غزني ولايت کې د څه باندې ۴۸.۴ ميليونه افغانيو په لګښت درې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د غزني والي وحيدالله کليمزي د دې پروژو د پرانيستې پر مهال وويل چې په دې پروژو کې دوه سوداګريز بلاکونه، يو پارک او يوه د کانال رغولو پروژه شامله ده.
هغه زياته کړه چې د دغو پروژو بشپړېدو پر مهال لسګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې وه او ورسره به د ښاروالۍ عوايد هم لوړ شي.
يادې پروژې د غزني د ښاروالۍ له بودجې څخه ترسره شوې دي.
ښاروال مختار احمد ملکيار وویل، له سوداګريزو بلانکونو به تازه مېوې او سبزي ترلاسه کېږي او يو مشخص ځاى به ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن