ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو سرتېرو د میمنې ـــ اندخوی لویه لار بنده کړې ده

د ملي اردو سرتېرو د میمنې ـــ اندخوی لویه لار بنده کړې ده

author avatar
28 Nov 2019 - 16:24
د ملي اردو سرتېرو د میمنې ـــ اندخوی لویه لار بنده کړې ده
author avatar
28 Nov 2019 - 16:24

 ميمنه (پژواک،٧ لیندۍ ٩٨): د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې مېشت د ملي اردو سرتېرو ددې په اعتراض کې چې له یو کال راهیسې نه دي تبدیل شوي د میمنې ــ اندخوی ولسوالۍ لویه لار د مسافرو پر مخ تړلې ده.

د دولت اباد ولسوال عبدالرازق کاکړ د یاد خبر په تایید پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد  سرتېري له یو کال راهیسې په دغه ولسوالۍ کې مېشت دي. که څه هم امنیتي چارواکو له دوی سره ژمنه کړې وه چې د دوی پر ځای نور کسان راولي خو تر اوسه دغه اقدام نه دی عملي شوی.

 دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې مخکې هم د ملي اردو یادو سرتېرو د څو ساعتونو لپاره دغه لار د ترافیکو پر مخ تړلې وه، خو کله چې چارواکو د تغیراتو او بدلونونو ژمنه وکړه دوی خپل اعتراضونه پای ته ورسول.

 د میمنې ښار یوه اوسېدونکي احمد فرید چې غواړي مزار شریف ته لاړ شي پژواک ته وویل، د سهار له پنځو بجو راهیسې په دولت اباد ولسوالۍ کې د لارې خلاصېدو ته په تمه دی.

هغه زیاته کړه، همدا اوس لسګونه موټر او سلګونه مسافر د لارې داړو غاړو ته تر سترګو کېږي.

د میمنې ــ اندخوی لویه لار له تېرو دوو کلونو راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، په یاد مسیر درې ولسوالۍ (دولت اباد، شېرین تګاب او خواجه سبز پوش) کلابندې دي.

د پژواک  خبریال وغوښتل چې په دې اړه د ملي دفاع وزارت نظر هم واخلي، خو د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی نن غرمه ۱۱:۴۴ بجې خبریال ته وویل: ((مساله حل شوې، لاره خلاصه ده، ته په میمنه کې ناست يې او کره معلومات نه لرې.))

د پژواک خبریال د موضوع د تعقیب لپاره یو ځل بیا د دولت اباد له ولسوال سره اړیکه ونیوله.

 دغه سیمه ییز چارواکي له غرمې مخکې ۱۱:۴۸ بجې پژواک ته وویل، له ۵۰۰ تر ۶۰۰ موټر پر یاده لاره ولاړ دي.

 د ولسوال په خبره، د ملي اردو سرتېرو پر سړک د برېښنا پايي اچولې او ټانکونه یې پرې درولي دي.

 نوموړي وویل، ښايي د ملي دفاع وزارت ویاند ناسم راپورونه ترلاسه کړي وي او دغه ستونزه باید حل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.