ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز خاشرود کې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

د نیمروز خاشرود کې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
28 Nov 2019 - 17:45
د نیمروز خاشرود کې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
28 Nov 2019 - 17:45

زرنج (پژواک، ۷ لېندۍ ۹۸): د نیمروز امنیتي چارواکي وایي چې ددغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د نیمروز د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول محمد ابراهیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه طالبانو ددغه ولایت د خاشرود ولسوالۍ د راکن سیمې پر امنیتي پوسته برید وکړ او غوښتل یې چې دغه پوسته ونیسي.

نوموړي زیاته کړه چې وروسته له مرکز څخه سیمې مرستندوی ځواکونه واستول شول؛ خو د لارې په اږدو کې د سرتېرو ټانک د سړک غاړې پرماین برابر شو چې په پایله کې یې د پولیسو یو افسر ووژل شو او ۵ نور ټپیان شول.

هغه وویل چې ددغې چاودنې له امله  د پولیسو د عملیاتي کنډک افسر ناصر ټپی شو، خو د سختو ټپونه له امله د زرنج ښار په روغتون کې ومړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.