ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټاکنو کمېسیون: په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنې او تفتیش بهیر بشپړ شوی

ټاکنو کمېسیون: په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنې او تفتیش بهیر بشپړ شوی

author avatar
28 Nov 2019 - 19:29
ټاکنو کمېسیون: په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنې او تفتیش بهیر بشپړ شوی
author avatar
28 Nov 2019 - 19:29

کابل (پژواک، ۷ ليندۍ ۹۸): ټاکنو خپلواک کمېسیون په ۲۷ ولایتونو کې د رایو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر د پای ته رسېدو خبر ورکوي او وايي چې د پاتې اوو ولایتونو په اړه پرېکړه به ډېر ژر اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، تر اوسه په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنې او تفتیش بهیر بشپړ شوی، خو په اوو شمالي ولایتونو کې د یو شمېر ټاکنیزو ټکټونو د پلویانو د اعتراضونو له امله دغه بهیر تر اوسه نه دی پیل شوی.

هغه زیاته کړه، ټاکنو کمېسیون له ټاکنیزو ټيمونو سره خبرو ته تیار دی او له دوی غواړي قانون ته احترام وکړي او اجازه ورکړي چې په پاتې ولایتونو کې ههم د رایو بیاشمېرنې او تفتیش بهیر پیل شي.

نوموړي وویل، که د ټاکنیزو ټيمونو پلویان پرېنږدي چې په اوو شمالي ولایتونو کې د رایو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر پیل شي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د قانون له مخې په دې اړه تصمیم نیسي.

ټاکنو کمېسیون له ناپاکو رایو څخه د پاکو رایو د جلا کېدو په موخه د روان کال د لړم په ۱۸ مه د رایې ورکونې له ټولو ۲۶۵۸۰ مرکزونو څخه د ۸۲۵۵ ملحونو د تفتیش او بیاشمېرنې د اعلان خبر ورکړ، خو دغه بهیر د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله په مشرۍ ځینو ټاکنیزو ټکټونو پلویانو یې په اوو ولایتونو کې مخه ونیوله.

دغه راز ثبات او همپالنې ټيم دوې ورځې مخکې ګواښ وکړ که ټاکنو کمېسیون تر راتلونکې شنبې (د لیندۍ ۹مه) خپلې پرېکړې ته بیاکتنه ونه کړي، تازه اعتراضونه به پیل شي.

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا محمد عبدالله وايي، که د رایو بیاشمېرنې او تفتیش بهیر ان په یوه ولایت کې هم پاتې شي، د قانون له مخې هېڅوک د رایو د لومړینو پایلو د اعلان اجازه نه لري.

مولانا عبدالله د ټاکنو کمېسیون له خوا کندهار ته د ۲۵۰ او کاپیسا ته ۲۵ اضافي فورمونو لېږل ناقانونه وبلل او ویې ویل، د هغه په اړه باید پوښتنه وشي.

ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې. د ټاکنیز مهال وېش له مخې ټاکل شوې وه د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷ مه او وروستۍ پایلې د لړم په ۱۶مه اعلان شوې وای، خو سرور ته د بایومتریک دستګاوو د معلوماتو په لېږد کې د ځنډ له امله د لومړنیو پایلو اعلان وځنډېډ.

ټاکنو خپلواک کمېسیون د لړم په پنځمه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، لومړنۍ پایلې د لړم په ۲۳مه اعلانوي خو یادې پایلې هم تر نامعلومې مودې وځنډېدلې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.