ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په ځينو ساحو کې د”ثبات او همپالنې” ټيم د پلويانو له خوا لاريون پيل شو

د کابل په ځينو ساحو کې د”ثبات او همپالنې” ټيم د پلويانو له خوا لاريون پيل شو

author avatar
29 Nov 2019 - 13:02
د کابل په ځينو ساحو کې د”ثبات او همپالنې” ټيم د پلويانو له خوا لاريون پيل شو
author avatar
29 Nov 2019 - 13:02

 کابل(پژواک،٨ليندۍ ٩٨):د ډاکټر عبد الله په مشرۍ د ثبات او همپالنې  ټاکنيز ټيم سلګونو پلويانو نن د جمعې په ورځ د کابل ښار  په ځينو ساحو کې لاريون پيل کړى دى.

ياد ټيم تېره شپه د يوه خبري کنفرانس پرمهال اعلان وکړ چې نن (جمعه ) به د ټاکنيزو تقلبونو پرضد لاريون وکړي.

دغه ټيم د رايو له بيا شمېرنې سره د مخالفت ترڅنګ ادعا کړې چې د ټاکنو کمېسيون د دولت جوړونې ټيم په ګټه تقلب ته زمينه برابره کړې ده .

د ثبات او همپالنې ټيم د ١٣٧زره رايو چې مخکې قرنطين شوي، د باطل کېدو، دغه راز د ١٠٢زره هغو رايو چې له ټاکلي وخته خارج کارېدلې د باطل کېدو او د ٢٤٢٣محلونو رايې چې په اړه يې بايومټريک معلومات نشته د لغوه کېدو غوښتنه لري.

دغه ټيم څه موده مخکې هم د خپلو غوښتنو د نه منل کېدو په صورت کې د لاريونونو د کولو خبر ورکړى و.

 د ثبات او همپالنې ټيم سلګونه پلويانو نن په کابل کې د يوشمېر شعارونو په لېږدولو سره لاريون پيل کړ.

د پژواک خبريال چې دغه لاريون يې له نږدې څارلى وايي چې ارګ ته غځېدلې ټولې لارې او هغه محل د لاريون د لارټولېدنې لپاره ټاکل شوى و د پوليسو له خوا کلابندشوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ګارنيزيون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره چمن حضوري يې د لاريون لپاره ټکل و.

 د ثبات  او همپالنې ټيم د لاريون د لارټولېدنې لپاره پښتونستان واټ چې له ارګ سره څېرمه پروت دى ټاکلى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.