ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ثبات او همپالنې ټيم د پلويانو لاريون پاى ته ورسېد

د ثبات او همپالنې ټيم د پلويانو لاريون پاى ته ورسېد

author avatar
29 Nov 2019 - 15:47
د ثبات او همپالنې ټيم د پلويانو لاريون پاى ته ورسېد
author avatar
29 Nov 2019 - 15:47

کابل (پژواک، ٨ليندۍ ٩٨): د ثبات او همپالنې ټيم د پلويانو لاريون له شاوخواپنځه ساعته وروسته پاى ته ورسېد او د يوه پرېکړه ليک په ترڅ کې يې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې اصلي مسير ته د ټاکنو د بېرته راګرځېدو په برخه ورسره مرسته وکړي.

 د ثبات او همپالنې ټيم سلګونه پلويانو نن په کابل کې د يوشمېر شعارونو په لېږدولو سره لاريون پيل کړ او پښتونستان واټ ته چې دوى د راټولونې لپاره ټاکلى و، راټول او دلته يې لاريون پاى ته ورساوه. 

ياد ټيم تېره شپه د يوه خبري کنفرانس پرمهال اعلان وکړ چې نن (جمعه ) به د ټاکنيزو تقلبونو پرضد لاريون وکړي.  دغه ټيم د رايو له بيا شمېرنې سره د مخالفت ترڅنګ ادعا کړې چې د ټاکنو کمېسيون د دولت جوړونې ټيم په ګټه تقلب ته زمينه برابره کړې ده .د ثبات او همپالنې ټيم د ١٣٧زره رايو چې مخکې قرنطين شوي، د باطل کېدو، دغه راز د ١٠٢زره هغو رايو چې له ټاکلي وخته خارج کارېدلې د باطل کېدو او د ٢٤٢٣محلونو رايې چې په اړه يې بايومټريک معلومات نشته د لغوه کېدو غوښتنه لري.

د ثبات او همپالنې ټيم لومړي مرستيال بابر فرهمند ددغه لاريون لومړنى ويناوال و، هغه وويل چې که ددغه ټيم غوښتنې د ټاکنو کمېسيون له خوا ونه منل شي له شنبې ورځې به  په ولايتونو کې هم د هغوى لاريونونه  پيل شي.

 د ياد ټيم دويم مرستيال اسدالله سعادتي د ټاکنو کمېسيون ته د ګواښ ترڅنګ وويل : (( اوس هم لا وخت شته چې د ټاکنو کمېسيون د قانون او طرزالعملونو مطابق عمل وکړي که نه نو د تقلب کوونکو او ملاتړو به يې زندان ځاى وي.))

سعادتي وويل: (( د ٢٠١٣کال ټاکنې مصلحتي وې او د سازش په اساس حکومت رامنځته شو، خو سږکال مصلحت دا دى چې  له ارګ څخه د تقلب خېمه  او نامشروع حاکميت د خلکو له ژونده لرې شي.))

دغه راز ددې لاريون په پاى کې شپږ مادييز پرېکړه ليک هم ولوستل شو چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ٣٠٠زره رايو د باطلېدو غوښتنه هم په کې شوې ده .

 د ټاکنو کمېسيون تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د کابل ښار اوسېدونکي دغه ډول لاريون خلکو ته له ستونزو پيدا کېدو بل څه نه بولي.

د فواد په نوم يوتن پژواک ته وويل: (( له دغه ډول وضعيت څخه ستړي شويو او هيڅوک زموږ ستونزو ته رسېدنه نه کوي.))

 هغه وايي چې په رابعه بلخي کې ناروغ لري خو لارې بندې دي او نه شي کولى چې ورشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.