ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عطامحمد نور: خلک دې د ثبات او همپالنې ټيم په غوښتنه لاريونونو کې برخه  نه اخلي

عطامحمد نور: خلک دې د ثبات او همپالنې ټيم په غوښتنه لاريونونو کې برخه نه اخلي

author avatar
29 Nov 2019 - 09:38
عطامحمد نور: خلک دې د ثبات او همپالنې ټيم په غوښتنه لاريونونو کې برخه  نه اخلي
author avatar
29 Nov 2019 - 09:38

مزارشريف ( پژواک، ۸ليندۍ ۹۸):د بلخ پخوانی والي او د جمعيت ګوند اجرايي رييس عطامحمد نور وايي، چې ټول اړخونه بايد د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرېکړې ته درناوی وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې تېر ماښام مزارشريف ښار کې د ترکمن قوم له يو شمېر مشرانو سره په غونډه کې وکړې.

نور همدا راز وويل، چې د افغانستان د ټاکنو په قانون کې دا لومړی ځل و چې ټاکنيزو کمېسيونونو لپاره کمېشنران، د کانديدانو په خوښه وټاکل شول.

نوموړی که څه هم د چا نوم نه اخلي؛ خو زياتوي چې يو شمېر اشخاص په اوسنيو نازکو شرايطو کې د بحران خلق کولو هڅه کوي.

نور وويل: (( د ثبات او همپالنې په ټيم کې يو شمېر مشرانو ته احترام لرم؛ خو دا هم وايم چې دغه ټيم يو ځل ازمويل شوی، د دې ټيم مشر ته موږ نور وخت نه ورکوو، زموږ ملت نور د هغه ناکام سړي د فريب قرباني نه ګرځي، چې له امله يې زموږ خلک او زموږ حزب له خپل حق څخه محروم شول)).

نور، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله ته په اشارې وويل، چې خلک هېڅ اړتيا نه لري څو د هغه چا لپاره واټونو ته راووځي، چې قدت ته له رسېدو وروسته خپل خپلوان وزيران کړي او خپلو اولادونو ته په بهرنيو هېوادونو کې ژوند جوړ کړي.

نوموړي وويل، هغوی چې غواړي خلک واټونو ته راوباسي؛ نو لومړی دې خپل اولادونه د مظاهرې په لومړي کتار کې ودروي.

د جمعيت ګوند اجراييه رييس له ټولو خلکو وغوښتل چې د ثبات او همپالنې ټيم په غوښتنه لاريونونو کې برخه وانخلي.

عطامحمد نور په خپلو خبرو کې دا هم وويل، چې دغه لاريون کوونکي به  له سرګردانۍ او ستونزو جوړولو پرته بله هېڅ لاسته راوړنه ونه لري.

د هغه په وينا، افغانستان د نا امنۍ له يوې خطرناکې څپې سره مخ دی او امنيتي ځواکونه نبايد په ښارونو کې له لاريون کوونکو سره مصروف کړای شي.

نور وويل، چې لاريونونه او اعتراضونه د هر چا حق دى؛ خو د شخصي ګټو لپاره خلک سړکونو ته راايستل د منلو وړ نه دي.

هغه وويل: (( زه په دې کار نه لرم، چې کوم کانديد به بريالی کېږي؛ خو غوښتنه مې دا ده، چې بايد د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرېکړې ته احترام وشي، د افغانستان په تاريخ لومړی ځل و چې د ټاکنيزو کمېسيونونو کمېشنران د سياسي احزابو او کانديدانو په خوښه او موافقه وټاکل شول)).

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.