کابل(پژواک،٨ليندۍ ٩٨):د ډاکټر عبد الله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم سلګونو پلويانو نن د جمعې په ورځ د کابل ښار په ځينو ساحو کې لاريون پيل کړى دى.
ياد ټيم تېره شپه د يوه خبري کنفرانس پرمهال اعلان وکړ چې نن (جمعه ) به د ټاکنيزو تقلبونو پرضد لاريون وکړي.
دغه ټيم د رايو له بيا شمېرنې سره د مخالفت ترڅنګ ادعا کړې چې د ټاکنو کمېسيون د دولت جوړونې ټيم په ګټه تقلب ته زمينه برابره کړې ده .
د ثبات او همپالنې ټيم د ١٣٧زره رايو چې مخکې قرنطين شوي، د باطل کېدو، دغه راز د ١٠٢زره هغو رايو چې له ټاکلي وخته خارج کارېدلې د باطل کېدو او د ٢٤٢٣محلونو رايې چې په اړه يې بايومټريک معلومات نشته د لغوه کېدو غوښتنه لري.
دغه ټيم څه موده مخکې هم د خپلو غوښتنو د نه منل کېدو په صورت کې د لاريونونو د کولو خبر ورکړى و.
د ثبات او همپالنې ټيم سلګونه پلويانو نن په کابل کې د يوشمېر شعارونو په لېږدولو سره لاريون پيل کړ.
د پژواک خبريال چې دغه لاريون يې له نږدې څارلى وايي چې ارګ ته غځېدلې ټولې لارې او هغه محل د لاريون د لارټولېدنې لپاره ټاکل شوى و د پوليسو له خوا کلابندشوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ګارنيزيون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره چمن حضوري يې د لاريون لپاره ټکل و.
د ثبات او همپالنې ټيم د لاريون د لارټولېدنې لپاره پښتونستان واټ چې له ارګ سره څېرمه پروت دى ټاکلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن