ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګانۍ کونـډې: سوله مو لوى ارمان دى

اروزګانۍ کونـډې: سوله مو لوى ارمان دى

author avatar
30 Nov 2019 - 17:30
اروزګانۍ کونـډې: سوله مو لوى ارمان دى
author avatar
30 Nov 2019 - 17:30

ترينکوټ (پژواک ۹ لیندۍ ۹۸): د اروزګان کونډې مېرمنې وايي چې په هېواد کې د جګړې د بندولو د غوښتنې ترڅنګ سوله او ثبات د دوى لوى ارمان دى.

دغه لسګونه مېرمنې چې نن د ليندۍ په٩مه، د مرستو ترلاسه کولو په موخه راټولې شوې وې،  د جګړې پر ټولو غاړو يې د سولې د خبرو او جګړو درولو غږ وکړ.

صبرګله چې د اروزګان د چورې ولسوالۍ اوسېدونکې او د روانې جګړې يوه قرباني ده، وايي چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې يې خپل کور پريښى او ترينکوټ ښار ته کډه شوې ده.

هغه زياتوي، درې زامن يې د پوليسو په ليکو کې له  لاسه ورکړي او د دوى کونـډې او يتيمان ورته پاتې دي.

نوموړې پژواک اژانس ته وويل، د کور مشري ورته د اته کلن او يواځيني ور پاتې زوی په غاړه ده او له سختو حالاتو سره لاس او ګرېوان دي.

هغې زياته کړه، د دې په څېر لسګونه نورې کونډې هم له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ دي او سرپناه هم نه لري.

د صبرګلې ترڅنګ ګڼ شمېر نورې کونډې هم چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره راغلې دي، په هېواد کې د سولې او خبرو اترو پيلولو ترڅنګ يې د مرستو غوښتنې کولې.

يوې بلې مېرمنې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې له جګړو نور په تنګ شوي دي او په هېواد کې يې سوله لوى ارمان دى.

هغې هم د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې ژر تر ژر دې د سولې خبرې پيل کړي.

په اروزګان کې د دعوت او اتفاق شورا ولایتي مسوول فقير محمد ستورى وايې، نن يې تر ۶۰ کونډو زياتو او بېوزلو مېرمنو سره د کاليو ګنډلو ماشينونو مرسته وکړه.

هغه پژواک ته وويل، د دوی شورا غواړي د جګړو له امله بې ځايه شويو بېوزلو کورنیو د ژوند ښه والي لپاره هغوی ته له همدې لارې کاري زمينې برابرې کړي.

د نوموړي په وينا، پلان لري  تردې وروسته هم له نورو ښځو سره هم مرستې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.