کابل (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٨): د ماليې وزارت د بیمې له خصوصي او دولتي شرکتونو څخه غواړي چې له قوانینو سره سم د اسلامي بیمې په اجراء کولو کې همکاري وکړي.
له دې وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خپرپاڼه کې راغلي چې د تکافل (اسلامي بیمې) صنعت د پېژندلو لومړنی کنفرانس نن په کابل کې جوړ شو.
سرچينه کاږي، دغه کنفرانس د تکافل صنعت د پېژندلو، د اسلامي بيمې په برخه کې د خلکو د عامه پوهاوي لوړېدو، په هېواد کې د تکافل صنعت د پراختیا په موخه د دخیلو ادارو ترمنځ د همکاریو او همغږیو او همدا شان پانګونې ته د هڅونې په موخه ترسره شو.
د مالیې وزارت اداري معین عبدالحبیب ځدراڼ په دغه کنفرانس کې وویل، د تکافل قانون د مالیې وزارت په نوښت او د اسلامي پراختیا بانک په مالي همکارۍ طرح او تدوین شوى دى.
ده زیاته کړه: «لکه څنګه چې په هېواد کې د بیمې صنعت یوه نوې خبره ده، نن د عامه پوهاوي او د پانګونې د هڅونې په موخه د اسلامي بیمې صنعت د لومړني ملي کنفرانس د جوړېدو شاهدان یو.»
نوموړي د بیمې له خصوصي او دولتي شرکتونو څخه غوښتنه وکړه چې له قوانینو سره سم د اسلامي بیمې په اجراء کولو کې همکاري وکړي، ترڅو د بیمې سکټور د هېواد په اقتصادي او ټولنیزې وده کې خپل ارزښتناک رول ولوبوي.
په دې کنفرانس کې د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال قاسم حلیمي ويلي، تکافل په اسلام کې جواز لري معنا يې له بېوزلو سره مرسته ده.
د ده په وینا، د عدلیې وزارت به له مالیې وزارت سره په افغانستان کې د تکافل کلتور په دودولو کې مرسته کوي.
د علماوو شورا غړي عنایت الله بلیغ بيا له مالیې وزارت سره ژمنه وکړه چې د اسلامي بيمې رواجولو لپاره به له جوماتونو څخه پراخ تبلیغ وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن