مهترلام (پژواک ۹ ليندۍ ۹۸): په لغمان کې د ۷۵ ميليونو افغانيو په لګښت د يوه کانال د جوړېدو چارې پيل شوې چې د يوه کال په موده کې به سرته ورسېږي.
د چارواکو په وينا، د دغه کانال په جوړېدو سره به شاوخوا ۲۰۰۰ هکټاره ځمکه د سيلابونو د اوبو له خطر څخه وژغول شي.
د لغمان د ويندوی له دفتر د ليندۍ په ۹مه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه کانال د جوړېدو د چارو پرانېسته نن د مرستيال والي او څو تنو نورو مسوولينو له لوري وشوه.
په خبرپاڼه کې د لغمان ولایت د سیندیزې فرعي حوزې د رييس سید عبدالرحیم سادات د معلوماتو له مخې ليکل شوي چې د عبدالرحیمزیو کانال ۱۷ کیلو متره اوږدوالى لري، ۵۰۰۰ کورنۍ ترېنه مستقیماً استفاده کولای شي، شاوخوا ۲۰۰۰ هکتاره ځمکه به ترېنه خړوبه شي چې ټولټال پرې څه کم ۷۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د یوه نیم کال په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپار ل شي.
سادات وویل، د دغه کانال ټولې برخې چې سربند، کوچني کانالونه، استنادي دېوالونه، د اوبو دروازې او نورو اړوندې برخې په کې شاملې دي، د رغونې چارې يې هم ورسره بشپړې شي.
نوموړي دغه راز له ولسونو غوښتنه وکړه چې د دغه کانال د رغونې، ساتنې او ټولو چارو په ښو ترسره کېدو کې ورسره همکاري وکړي.
په ورته مهال د لغمان مرستیال والي شهزاده مظلوم یار د دغه کانال د چارو د پیل په اړه خوښي اوښوده او په دې ولایت کې د اوبو د مدیریت په برخه کې يې دا چاره ستره لاسته راوړنه وبلله.
هغه د عبدالرحیمزیو کانال جوړوونکي شرکت مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د کارونو کیفیت او کمیت ته ځانګړې پاملرنه ولري.
په همدې حال کې د کابل د سیندیزې حوزې عمومي رئیس جلال ناصر فقیریار د اوبو د مدیریت او ترېنه د سالمې استفادې په برخه کې د دغه کانال جوړېدل خورا مهم وبلل.
نوموړي وویل، دوی په لغمان کې د اوبو د مدیريت لپاره لسګونه نورې کوچنۍ او سترې پروژې پیل کړي او په نږدې راتلونکي کې به نورې پروژې هم د مرکز او ولسوالیو په کچه پیل کړي.
د ولايتي شورا رييس عتیق الله عبدالرحیمزي په دغه برخه کې پر هر ډول همکارۍ سربېره ډاډ ورکړ او دا يې د بزګرو د کښتونو د زیاتېدو او د سیلاب له ګواښ څخه د زراعتي ځمکو د ژغورنې لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن