د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکومت د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو قرادادونه فسخ کړل

حکومت د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو قرادادونه فسخ کړل

Nov 30, 2019 - 16:23

کابل (پژواک، ٩ لېندۍ ٩٨): د حکومت د اقتصادي عالي شورا په غونډه کې د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو قراردادونه فسخ کړل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د بدخشان د طلا او د بلخاب مسو د تړون مسوده مخکې په ۲۰۱۳ کال کې نهایي او وروسته بیا په ۲۰۱۴ کال کې د تاییدي لپاره د وزیرانو شورا ته واستول شوه خو د ملي يووالي حکومت په جوړېدو او د افغانستان د کانونو قانون په تنفیذ سره، د کانونو او پټرولیم وزارت کې د ظرفیت نه شتون او د ګټو خلاف بحث را برسېره کېدو له امله وځنډول شو.

بالاخره د یادو دوو کانونو د تړون مسوده د ۱۳۹۵ کال وږي په لومړۍ نېټه د اقتصادي عالي شورا ته وړاندې شوه چې له ډېرو بحثونو وروسته فسخه شوه.

خو په دې وروستيو کې د تدارکاتو ملي کمېسيون د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د تړون مسوده له سنټرال Central، افغان ګولډ کمپنۍ (Afghan Gold Minrals Company) او ځينو نورو شريکانو سره نهايي کړې ده.

پر دغو قراردادونو شاوخوا ١١ مياشتې مخکې د اکتوبر په پنـځمه نېټه په واشنګټن کې د افغانستان د کانونو د وزيرې نرګس نهان او د هغه مهال د ښار جوړونې وزير چې له يادو شرکتونو سره شريک دى، د ماليې د وزير همايون قيومي پر وړاندې لاسليک شوى و.

د کانونو وزارت وياند عبدالقدير مطفي د لېندۍ په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې درې ورځې مخکې د ولسمشر اشرف غني په مشريۍ د حکومت د اقتصادي عالي شورا غونډه کې ياد قراردادونه له ارزونې وروسته فسخ شول.

هغه زياته کړه، د يادو قراردادونو اړوند شرکتونه په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي او درې  ځلې يې د دې پروژو کارونه تمديد کړي وو.

د يادو قراردادونو دلاسليکولو پر مهال د افغانستان پر کانونو د څار بنسټونه د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو کانونو اکتشاف او استخراج تړون ((د کانونو چورول او د نړيوالې ټولنې دسيسه)) بولي.

د افغانستان پر روڼتيا د څار بنسټ مشر اکرم فضلي، دوه ورځې مخکې (د تلې ١٢مه) په کابل کې د خبري ناستې پرمهال وويل چې د کانونو او پټروليم سرپرسته وزيره نرګس نهان، د ماليې وزارت سرپرست همايون قيومي، ځينې نور چارواکي او اړوند حکومتي مسؤولين واشنګټن ته تللي دي چې دا تړون يې په غير قانوني ډول لاسليک کړ.

نوموړي د دې تړونونو لاسليک د ((کانونو تالان او نړيواله دسيسه)) بللې، ويې ويل چې حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر محمد اشرف غني په يو ډول دې برخه کې ((سياسي جوړ جاړی)) کړی چې د هېواد د کانونو سکتور د راتلونکي لپاره ډېر اندېښمن ګواښ دی.

هغه زياته کړه چې دا دوه تړونونه د ځينو کورنيو چارواکو، د امريکا او بريتانيا د اغېز د اعمال په ترڅ کې لاسليک شوي دي چې ټوله ګټه يې قراردادي شرکتونو ته رسېږي.

افضلي په ټينګار سره وويل: ((د افغان کرستال د کان کيندنې شرکت او د افغان سرو زرو سهامي شرکت چې په امريکا او بريتانيا کې ثبت دي، له پنځو کلونو وروسته يې بيا هم دا تړونونه په کابل کې د امريکا او انګلستان سفاروتونو د فشار په پايله کې ترلاسه کړي دي.))

نوموړي د ښارجوړونې او استوګنې مخکني وزير سيد سعادت منصور نادري د استعفا لامل هم د دې دوه پروژو ترلاسه کول وبلل، ويې ويل چې نادري د دې پروژو له اصلي سهم لرونکو څخه دی چې د دې تړونونو ترلاسه کولو لپاره يې د قانون خلاف لار هواره کړې ده او د يادو دواړو تړونونو له نهايي کېدو څخه وروسته يې، څه موده وړ اندې استعفا ورکړه.

نوموړي دوه ورځې مخکې د يادو قراردادونو د فسخ کېدو پر مهال په فيسبوک کې ليکلي: ((ویل کېږي چې د کانونو هغه دوه قراردادونه یې فسخ کړي دي. اوس باید هغه کمېشن کاران څارنوالی ته معرفي شي یا زه؟))

د بلخاب د مسو کان

دغه کان ۴۵۷ کيلومتره مربع مساحت لري چې د سرپل بلخاب ولسوالۍ ((پای مير سيد مراد)) سيمه کې د ولايت له مرکزه ۱۵۰ کيلومتره واټن کې موقعيت لري چې د نړۍ له سترو کانونو شمېرل کېږي.

ياد کان ۱۹۷۲ زېږديز کال کې کشف شو، د ۱،۶۶ سلنې خالص مسو په درلودو، اټکل شوی چې ۴۰۰ متره سور او شاوخوا ۵۰۰۰ متره اوږدوالی لري.

د بلخاب د مسو کان ترڅنګ يو ستر سيند او د سکرو ډبرو ستر کان هم شته چې له دې امله يې د مسو د دې کان ارزښت نور هم زيات کړی دی.

د ويکادور سرو زرو کان (د بدخشان سره زر)

دا کان د فيض له اباد ښار څخه ۵۰ کيلومتره لرې د بدخشان په راغ ولسوالۍ کې موقعيت لري چې د لوړ کيفيت سرو زرو شتون په کې تثبيت شوی دی.

دغه کان ۲ متره پلن او ۳۵۰ متره اوږد دی، خو د زېرمې په اړه يې تر اوسه کومه سروې نه ده ترسره شوې.

په دې اړه د پژواک بشپړ تحقيقي راپور په لاندې لينک کې لوستلى شئ.

https://bit.ly/2ODgsa9

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement