کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۹۸): ولسمشر غني د پُل خشتي جومات د بيارغونې چارو د پای په مراسمو کې وويل، په ټول هېواد کې د ۳۷۷ جوماتونو جوړولو کار روان دی او په هغه ولايتونو کې چې جامع جوماتونه نه لري، ۲۶ جوماتونه جوړ شوي دي.
د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون د پُل خشتي جامع جومات د بيارغونې او مرمت چارو د پای مراسمو کې ګډون وکړ او په دغه جومات کې يې د ماخوستن لمونځ ادا کړ.
هغه د پُل خشتي جومات خطيب ته په خطاب کې وويل، نظافت د ايمان يوه برخه ده چې له بده مرغه دغه اصل د کابل ښار تر ټولو مقدسو ځايونو کې هم نه مراعتېږي.
دی زياتوي: "د خوښۍ ځای دی چې تاسې د پُل خشتي تاريخي جومات د بيارغونې شاهدان يئ چې د افغانستان له لرغونو جوماتونو يو دی او ۳۰۰ کاله مخينه لري."
جمهور رييس وويل، د هېواد په ټولو ولسواليو کې د ۳۷۷ جوماتونو جوړولو کار دوام لري او په هغو ولايتونو کې چې جامع جوماتونه يې نه لرل ۲۶ جوماتونه جوړ شوي دي.
ولسمشر غنی څرګنده کړه: "موږ بايد د بيارغول شوو ځايونو د ساتنې او څارنې لپاره اساسي اصول جوړ کړو، څو د مديريت د نشتوالي له امله هغه يو وار بيا له لاسه ور نه کړو."
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست جواد پيکار وويل: "د پُل خشتي جامع جومات د لرغونتوب له اړخه په کابل کې دويم جومات دی چې په ۱۰۶۹ هجري قمري کال کې جوړ شوی او د امير عبدالرحمن خان او وروسته د حبيب الله خان، غازي امان الله خان او محمد ظاهر شاه د سلطنت په دورو کې جوړ او بيا ورغول شو."
هغه زياته کړه، د دغه جومات د بيارغونې او مرمت چارې د ۱۲۹ ميليون افغانيو په ارزښت د ۱۳۹۶ کال په پای کې پيل کړې او تېره ورځ يې چارې پای ته ورسېدې.
ورپسې د پُل خشتي جامع جومات خطيب او د جمهوري رياست عالي مقام سلاکار مولوي عنايت الله بليغ د پُل خشتي جامع جومات جوړولو او بيارغولو په موخه له ولسمشر غني مننه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن