ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: نه پرېږدو چې داعش بیا په افغانستان کې سر راپورته کړي

ناټو: نه پرېږدو چې داعش بیا په افغانستان کې سر راپورته کړي

author avatar
30 Nov 2019 - 12:08
ناټو: نه پرېږدو چې داعش بیا په افغانستان کې سر راپورته کړي
author avatar
30 Nov 2019 - 12:08

کابل (پژواک، ٩ لېندۍ ٩٨): د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ وايي، نه پرېږدي چې داعش ډله په افغانستان کې بيا سر راپورته او يا هم هلته خلافت جوړ کړي.

د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې پرون ناوخته د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، راتلونکې اوونۍ (د ډسمبر ٤مه او ٥مه) د ناټو سرمشريزه غونډه په لندن کې جوړېږي او د دغه سازمان اويايمه کاليزه به نمانځي.

نوموړي په دغه کنفرانس کې په تېرو ٧٠ کلونو کې د ناټو سازمان د لاسته راوړنو، پرمختګونو، ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او رسنيو ته يې معلومات ورکړل.

د ناټو سرمنشي وويل چې د دغه سازمان ګډو ځواکونو د نړيوالې ترهګرۍ پر ضد مبارزه کړې، په افغانستان او عراق کې یې روزنيز ماموريتونه پر مخ وړي.

سټولټنبرګ زياته کړه چې په سرمشريزه غونډه کې به د يادو لاسته راوړنو ترڅنګ پر راتلونکو پروګرامونو بحثونه او يو شمېر پرېکړې به هم وشي.

د هغه په وينا، ناټو د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او په افغانستان کې د سولې د خبرو هرکلى کوي.

ده زياته کړه، طالبان بايد د سولې لپاره خپله ژمنتيا وښيي، د دې ترڅنګ ناټو به د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته هم دوام ورکوي.

نوموړي د طالبانو او امريکا ترمنځ د تازه اړيکو او د سولې په تړاو د وروستيو پرمختګونو د هرکلي ترڅنګ وويل چې امريکا پر دې پروسې تل له ناټو سره سلا مشورې کړې دي.

د ناټو سرمنشي وايي، په سرمشريزه کې به ټول غړي هېوادونه د افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنې بيا تکراروي، څو دغه هېواد يو ځل بيا د ترهګرو پر ځالې بدل نه شي.

هغه زياته کړه، په افغانستان کې هم داعش ډله له ماتې سره مخ شوې او دوى به اجازه ورنه کړي چې يو ځل بيا سر راپورته او يا هلته خلافت جوړ کړي.

د يادونې ده، ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال هلته د داعش ډلې د ماتې اعلان وکړ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.