ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې کوچيان زده کړو او روغتيايي اسانتياو ته له کم لاسرسي شکايت کوي

ننګرهار کې کوچيان زده کړو او روغتيايي اسانتياو ته له کم لاسرسي شکايت کوي

author avatar
1 Dec 2019 - 14:04
ننګرهار کې کوچيان زده کړو او روغتيايي اسانتياو ته له کم لاسرسي شکايت کوي
author avatar
1 Dec 2019 - 14:04

جلال اباد (پژواک،  ۱۰ لېندۍ ۹۸): ننګرهار مېشتي يو شمېر کوچيان په دغه ولايت کې زده کړو او روغتيايي اسانتياوو ته له کم لاسرسي شکايت کوي او وايي چې اولادونه يې بې زده کړو رالوېږي.

خو د دغه ولايت د کوچيانو رياست مسوولين وايي، کوچيانو ته يې مختلفو سيمو کې ۱۸ ښوونځي او د روغتيا برخه کې يو ثابت او يو ګرځنده کلينيکونه جوړ کړي دي.

کوچيان چې د اوړي پرمهال د افغانستان يو شمېر شمالي ولايتونو ته کډه کوي د ژمي په راتګ سره ننګرهار ته راستنېږي چې دلته د بېلابېلو ولسواليو په دښتو او د غرونو لمنو کې مېشت کېږي.

دوی وايي، د جګړو له امله يې ډېر څړځايونه له منځه تللي او دوی مجبور دي چې نورو سيمو کې مېشت شي.

د دوی په خبره، د همدغې چارې له امله يې کورنۍ روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري او ماشومان يې له زده کړو بې برخې دي.

د ښېوې ولسوالۍ په کاشکوټ سيمه کې مېشت شوی کوچی محمد حسن وايي، د کوچيانو ژوند ګرځنده دی او بايد اسانتياوې هم ورته په ګرځنده بڼه  برابرې شي.

هغه زياته کړه: ((اولادونه مو بې تعليمه پاتې دي، دوه درې مياشتې سبقونه مبقونه ووايي، بيا روان يو کله ښکته ځو کله پورته ځو، دايمي موږ سره نه ملا شته، نه مکتب شته دی، بې تعليم پاتې يو.))

محمد نادر بل کوچی دی چې د ننګرهار د کامې ولسوالۍ سربند سيمه کې د غره لمنه کې مېشت شوی، دی وايي، د نا امنۍ له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي خو لويه ستونزه يې روغتيايي اسانتياوو ته نه لاسرسی دی.

دی وايي، کله چې ورته ناروغ پيدا شي تر ټولو نږدې چې ورته هر ډاکټر او يا کلينيک وي ورځي خو د دوی لپاره ځانګړی کلينيک او يا هم کوم ډاکټر مشخص نه دی.

خو د دغه ولايت د کوچيانو چارو رياست مسولين وايي، د کوچيانو د اولادونو د زده کړې لپاره يې دغه ولايت کې ۱۸ ښوونځي جوړ کړي او دغه راز يې دوی ته د روغتيايي اسانتياوو لپاره يو ثابت (ځای پرځای) او يو ګرځنده کلينيکونه جوړ کړي دي.

د دغه رياست د خدماتو امر عبدالله خوږياڼی وايي، هڅه کوي چې دغه برخه کې لا نورې اسانتياوې هم کوچيانو ته برابرې کړي.

دی زياتوي: ((دوه کلينيکونه دي يو کلينيک موږ ته بل راکوي، چې له دوی څخه يو يې ثابت او بل ګرځنده دی او نوې وعده چې شوې هغه هم د ثابت کلينيک دى چې چېرته د کوچيانو بودوباش زيات وي، هلته به جوړېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.