شبرغان (پژواک،١٠ لیندۍ ٩٨): سرچینې وايي چې په جوزجان ولایت کې د امنیتی سرتېرو او وسله وله والو مخالفینو ترمنځ په نښته کې ۲۰ وسله وال او څلور ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي، اووه وسله وال او درې ولسي پاڅون کوونکي ټپیان دي.
د جوزجان د والي ویاند معروف اذر پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه دوه بجې وسله والو طالبانو د مردیان ولسوالۍ پر امنیتي پوستو له څلورو لوریو بریدونه وکړل او د دواړو لوریو ترمنځ سخته نښته رامنځته شوه.
هغه وویل، په یاده نښته کې ۲۰ طالبان او څلور ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او اووه طالبان او درې ولسي پاڅون کوونکي ټپای دي.
هغه روښانه کړه چې اوس د ولسوالۍ په اطراف کې وضعیت نورمال دی.
خو د طالبان ویاند ذبېح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شپې په نښته کې دوی ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو دولتي سرتېرو ته یې ډېر تلفات اړولي دي.
دده په خبره، په یاده نښته کې شپږ امنیتي سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
مردیان ولسوالي د شبرغان ښار په ۷۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري چې د دغه ولایت له ناامنو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي، یاده ولسوالي له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د طالبانو له خوا کلابنده ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن