ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار يو شمېر اوسېدونکي د جنايي جرمونو له زياتوالي شکايت کوي

د تخار يو شمېر اوسېدونکي د جنايي جرمونو له زياتوالي شکايت کوي

author avatar
1 Dec 2019 - 11:43
د تخار يو شمېر اوسېدونکي د جنايي جرمونو له زياتوالي شکايت کوي
author avatar
1 Dec 2019 - 11:43

تالقان (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٨): د تخار يو شمېر اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو له زياتوالي شکايت کوي او تور پورې کوي چې امنيتي ځواکونه يې په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

په دې اړه په مرکز تالقانو کې مدني فعال نعيم رحيمي د ليندۍ په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو کچه ډېره لوړه شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تېرو لسو ورځو کې د تالقانو ښار په منځ کې يو صراف، په قلعه ذوبين سيمه کې ١٨ کلن ځوان او په چاه اب ولسوالۍ کې د خاوند او خسر له لوري يوه ښځه وژل شوي دي.

هغه وايي چې په همدې موده کې په ورسج ولسوالۍ کې د زوى له لوري مور وژل شوې او د خپل خور لاس يې پرې کړى دى.

ده زياته کړه: ((په تېرو لسو ورځو کې په ښار کې يو صراف د غلو له لوري ټپي کړاى شو او پيسې يې ترې يوړلې، له مال بازار سيمې څخه يو سراچه موټر غلا شو، هره ورځ په ښار کې له خلکو ټيلېفونونه تښتول کيږي، دا يواځې هغه ارقام دي چې موږ را ټول کړي، ډېر داسې نورې پېښې به هم وي.))

دغه راز د مدني ټولنې بل غړي جمشيد پژواک ته وويل چې تېره اوونۍ د ښار په منځ کې د ناپېژانده وسله والو له لوري يو صراف ووژل شو او پيسې يې ترې يوړلې.

ده زياته کړه: ((په تېرو لسو ورځو کې ډېرې زياتې پېښې شوې دي، خلک يې سخت په اندېښنه کې کړي دي، حکومت بايد ددې مشکل د حل لپاره اقدام وکړي.))

په ورته وخت کې د تالقانو اوسېدونکي حامد پژواک ته وويل چې په ښار کې د نامسوولو وسله والو ډېروالي او د ځوانانو وزګارتيا د جنايي جرمونو د زياتوالي لپاره زمينه برابره کړې ده.

نوموړى وايي: ((په ښار کې ډېرو کسانو سره وسلې دي، څوک ترې پوښتنه نه کوي، په همدې وسلې خلک وژني او د همدې وسلې په وسيله غلاوې او نور جرمونه هم ترسره کوي.))

دغه راز د تخار د ولايتي شورا منشي اعظم افضلي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو زياتوالي دوى هم اندېښمن کړي دي.

ده زياته کړه: ((په رښتيا چې د جنايي جرمونو کچه لوړه شوې، خلکو موږ ته په دې اړه شکايتونه کړي او موږ يې شکايتونه له اړوندو ارګانونو سره شريک کړي ترڅو حل يې کړي.))

ددغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې امنيتي ځواکونه د جنايي جرمونو په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.