د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ماليې وزارت: له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مالي مرستې کمې شوې دي

ماليې وزارت: له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مالي مرستې کمې شوې دي

Dec 01, 2019 - 16:04

کابل(پژواک، ۱۰ ليندۍ ۹۸): د ماليې وزارت وايي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مالي مرستې کمې شوې، خو حکومت پر ځان د بسياينې لپاره کار کړی او له نړیوالې ټولنې سره کړې ډېرې ژمنې یې عملي کړې دي. 

د ماليې وزارت د پاليسۍ مرستيالې ناهيد سرابي نن په کابل کې د يوې خبرې ناستې پر مهال د نړيوالې ټولنې د مرستو پر کموالي، له نړیوالې ټولنې سره د ژینو کنفرانس د دوه اړخیز حساب ورکولو له چوکاټ سره سم دوه اړخیزو ژمنو پر پلي کولو، د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د دولت جوړونې تړون او لومړیتوب لرونکو پروګرامونو په برخو کې د افغانستان حکومت په پرمختګونو خبرې وکړې.

د ماليې وزارت د پاليسۍ مرستيالې ناهيد سرابي وويل چې له ۲۰۱۴ کال را وروسته د افغانستان لپاره د نړيوالې ټولنې مالي او پوځي مرستې کمې شوي، خو د افغانستان حکومت د ځان بسياينې لپاره په ميکانيزمونو او پلانونو کار کړی.

د هغې د معلوماتو له مخې، نړیوالې ټولنې په ۲۰۱۰ کال کې له افغانستان سره ۱۵ عشاریه ۷ میلیارده امریکایي ډالره مرسته کړې خو په ۲۰۱۸ کال کې د دغې مرستې کچه اته عشاریه څلور میلیاردو ته رالوېدلې ده.

خو سرابي وایي چې د افغانستان دولت له یوې خوا په عامه لګښتونو کې کموالی راوستی او له بلې خوا یې ملي عواید ډېر شوي دي.

هغې زياته کړه چې د افغانستان عوايد په ۲۰۱۰ میلادي کال کې له یو عشاریه درې ميليارده افغانیو څخه په ۲۰۱۸ کال کې دوه عشاره شپږ ميليارده افغانیو ته لوړ شوي چې دوه برابره زياتوالی ښيې. 

دغه راز د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۰ کال کې عامه لګښتونه ۱۷ ميليارد ډالرو و، خو په  ۲۰۱۸ کې ۱۱ ميليارده ډالرو ته راټیټ شول.

د ماليې وزارت د مرستو د ادارې مشرې سلما الکوزۍ په نننۍ خبري ناسته کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل اټکل کېږي چې نړیوالې ټولنې له ۲۰۰۲ زېږديز کال راهيسې له افغانستان سره شاوخوا ۶۵ ميليارد ډالره مرسته کړې وي.

سرابي وايي، تېر کال د ژینو په ناسته کې د افغانستان حکومت او نړيوالو شريکانو یې د ۲۴ ژمنو دوه اړخيز تړون وکړ چې ۱۶ يې د افغانستان د حکومت مسووليت و او ۸ نور يې د حکومت او نړيوالو شريکانو ګډ مسووليتونه دي.

د هغې په وينا، ښه حکومتولي، مالي ثبات، د پراختيايي چارو ښه والی، د بشري حقونو د وضعیت
ښه والی او له فساد سره مبارزه او نورې له يادو ژمنو څخه دي.

هغې د جزيياتو له ورکولو پرته وويل، ځينې ژمنې په بشپړ ډول پلې شوي، ځینې پنځوس سلنه پلې شوې دي او  ټاکل شوې چې د ۲۰۲۰ کال تر پايه په بشپړ ډول پلې شي.

سرابي د بېلګې په ډول وويل، له اداري فساد سره د مبارزې ستراتېژۍ پلي کول، په ملکي خدمتونو کې د ښځو زياتوالی، د ۳۳ ښځينه څارنوالانو او ۸ قاضيانو ګومارل او د سيمه ييزې پراختيا د سلګونو شوراګانو جوړول له هغو يو شمېر ژمنو څخه دي چې په بشپړ ډول پلې شوې دي.

همداراز، د ماليې وزارت د پاليسۍ مرستيالې سرابي له اروپايي ټولنې سره د دولت جوړونې د تړون په هکله وويل، چې افغانستان له دغې ټولنې سره د دولت جوړونې په برخه کې ۱۴ ژمنې کړې چې اووه يې په بشپړ ډول پلې کړې دي.

هغې زياته کړه، ځينې ژمنې تر کار لاندې دي، چې د روان کال تر پای به بشپړې شي او له بشپړېدو سره به د دولت خزانې ته ۱۰۰ ميليونه يورو ورکړل شي.

دې په دې اړه جزییات ورنه کړل.

همداراز، د ماليې وزارت د پاليسۍ مرستياله وايي، د کرنې جامع پراختیایي پروګرام، د ولسي تړون پروګرام، د خصوصي سکټور پراختیا، د زېربنا ملي پلان، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، ښاري پراختیا، عدلي او قضایي ملي پلان، د کانونو او پټرولیم وزارت اصلاحي ستراتېژي، د اغېزمنې حکومتولۍ پروګرام او له کورنیو سرچینو د بشري پانګه، هغه لس لومړیتوب لرونکي پروګرامونه دي، چې تر کار لاندې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement