ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د ځمکو د غاصبینو لېست اعلانېږي

بلخ کې د ځمکو د غاصبینو لېست اعلانېږي

author avatar
2 Dec 2019 - 14:26
بلخ کې د ځمکو د غاصبینو لېست اعلانېږي
author avatar
2 Dec 2019 - 14:26

مزارشريف (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۹۸): د بلخ د ښارجوړونې او اراضي رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې څه باندې سل زره جريبه ځمکه غصب شوې چې ډېر ژر به یې د غاصبينو نوملړ د رسنيو له لارې اعلان شي.

د بلخ د اراضي رييس شېرشاه هوتک له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې دغه رياست دمګړی د ځمکو د غاصبينو د نوملړ پر چمتو کولو بوخت دی.

هغه زياته کړه چې په بلخ ولايت کې ټولټال څه باندې ۱۸۰زره جريبه ځمکه غصب شوې وه چې په وروستيو کلونو کې د ښارجوړونې او اراضي رياست په هڅو شاوخوا ۸۰زره جريبه بېرته د غاصبينو له منګولو ژغورل شوې ده.

نوموړی زياتوي چې په بلخ کې ډېره ځمکه په اويايمو کلونو کې غصب شوې چې حتی ځينو ته يې جعلي اسناد هم جوړ کړای شوي دي.

د هوتک په خبره، په ټوله کې مرکزي حکومت، په ځانګړي ډول بلخ ولايت مقام له غاصبينو د غصب شوو ځمکو راګرځولو برخه کې جدي اقدامات کوي چې بېلګې يې څه وخت وړاندې له رسنيو سره هم شريکې کړای شوې.

نوموړي وويل چې له غاصبينو په راګرځول شوې ځمکه کې دوی دولتي پروژې عملي کوي او همدا راز د عوايدو په لوړېدو يې مثبت اغېز کړی دی.

هغه وايي چې د ښار جوړونې او اراضي وزارت په پام کې لري چې په ټول هېواد کې د ځمکو د غاصبينو لېست چمتو او بيا يې رسنيز کړي.

د بلخ د اراضي رياست رييس وويل: ((موږ په بلخ کې هم د ولايت مقام او پوليسو په همکارۍ لګيا يو، د هغو کسانو لېست چمتو کوو چې د دغه ولايت د ځمکو په غصب کې لاس لري. لېست به له بشپړېدو وروسته د رسنيو له لارې خپور هم شي.))

نوموړي که څه هم په دې تړاو معلومات ورکول له وخت وړاندې وبلل خو زياته يې کړه، د مختلفو کټګوريو خلک د ځمکو په غصب کې لاس لري.

هغه زياته کړه چې يو شمېر سوداګر، سيمه ييز زورواکي، با نفوذه اشخاص او حتی يو شمېر عام خلک هم په غصب کې ښکېل دي.

د هوتک په وينا، ځينو خلکو د غصب شوو ځمکو لپاره اسناد هم جوړ کړي، خو زياته يې کړه چې د ځمکو د تنظيم قانون له مخې جوړ شوي او جعلي اسناد په ډېرې اسانۍ سره پېژندل کېدای شي.

هوتک غوښتنه وکړه چې خلک بايد په جدي ډول د ځمکو له غصب څخه ډډه وکړي؛ ځکه په خبره يې چې دغه اداره به د عدلي او قضايي ارګانونو په همغږۍ د غاصبينو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.