ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې پر روانه پروسه کې دې ځوانانو ته د څار حق ورکړل شي

د سولې پر روانه پروسه کې دې ځوانانو ته د څار حق ورکړل شي

author avatar
2 Dec 2019 - 18:06
د سولې پر روانه پروسه کې دې ځوانانو ته د څار حق ورکړل شي
author avatar
2 Dec 2019 - 18:06

کندهار (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۹۸): په کندهار کې د سولې په ملاتړ په جوړه شوې غونډه کې د سولې پر پروسه د ځوانانو څار او په تصمیم نیونه کې هغوی ته د ونډې په ورکولو ټینګار وشو.

دغه غونډه د کندهار ښار په یوه خصوصي سالون کې د سولې لپاره د ځوانانو د تماس ګروپ له خوا جوړه شوې وه چې د کندهار ښار او ولسوالیو سلګونو ځوانانو او مخورو په کې ګډون کړی وو.

غونډې ته د سپین بولدک ولسوالۍ یوه مدني فعال لقمان حقمل وویل، دغه غونډه د سولې لپاره د ځوانانو د تماس ګروپ له خوا جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، دغه ګروپ چې مرکز یې په کابل کې دی په ټولو ولایتونو کې د ځوانانو کاري شبکه لري چې هدف یې د سولې په روان بهیر کې ځوانانو ته ونډه ورکول او د یوې باثباته سولې غوښتل دي.

ده وویل، نن په کندهار کې په سلګونو ځوانان او مخور د دې لپاره راټول شوي څو ځوانان د سولې پر روانه پروسه د څار حق تر لاسه کړي.

دغه راز ده غوښتنه وکړه چې د سولې په پروسه او تصمیم نیونه کې دې د افغانستان ځوانانو ته مناسبه برخه ورکړل شي.

د محمد شریف په نوم د میوند ولسوالۍ یوه ځوان وویل چې تر هر څه وړاندې باید اوربند وشي، وروسته دې بین الافغاني مذاکرات پیل شي او په دغو مذاکراتو کې دې ځوانانو ته پوره ونډه ورکړل شي چې اوس مهال د هېواد د نفوس اکثریت جوړوي.

د ده په خبره، که د سولې په روانه پروسه کې ځوانان ونډه و نه لري نو دا هڅې به نیمګړې وي.

دغه راز نوموړي د سولې په بهیر کې د لنډ مهالي یا موقت  حکومت جوړولو په اړه د ځینو سیاسیونو او ډلو څرګندونې د هېواد په زیان وګڼلې او ویې ویل د نظام بدلون د هېواد د پر شا تګ معنا لري.

د انجنیر حکمت الله صلحي په نوم یوه مدني فعال هم ورته څرګندونې وکړې او د جګړې له ښکېلو غاړو یې د اوربند غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه، اوسمهال اوربند د خلکو لومړنۍ اړتیا ده او چې کله جګړه ودرېده نو بیا د سولې هڅې پایله لرلای شي.

ده هم پر بین الافغاني خبرو ټینګار وکړ او ویې ویل چې په دغو خبرو کې باید د هېواد ځوانانو ته فعاله ونډه ورکړل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.