جلال اباد (پژواک ۱۱ لېندۍ ۹۸): د ننګرهار ډاکټرانو پرېکړه کړې چې له دې وروسته به د خپلو معايناتو د فيسونو لپاره يوازې افغانۍ اخلي او د کلدارو له اخيستو به ډډه کوي.
دوی وايي، دغه کار د خپل ملي هويت ساتلو په موخه کوي او له ناروغانو هم غواړي چې له دوی سره په دې برخه کې همکاري وکړي.
ډاکټران په ورته وخت کې د ټولنې له نورو قشرونو هم غواړي چې د افغانيو د ترويج په برخه کې ورته اقدام ترسره کړي.
په ورته وخت کې د ننګرهار ولايتي چارواکي هم د ډاکترانو د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي، تر هغه چې خپله خلک افغانۍ ونه کاروي په حکومتي بنديزونو د کلدارو مخنيوی ستونزمن دی.
په ننګرهار کې د روغتيايي کارونکو اتحاديې مشر ډاکټر ايمل ذکي وايي، د دوی د ټولنې ټولو غړو په يوه خوله دا پرېکړه کړې چې له دې وروسته به د خپل کار په بدله کې يوازې افغانۍ اخلي او د کلدارو او نورو پولي واحدونو له اخيستو به ځانونه په جديت سره ساتي.
دی زياتوي: ((ټولو ډاکټرانو، نرسانو، طبي ټکنالوجستانو، د غاښونو برخې ډاکټرانو، د درملو د عمده او پرچون پلورونکو او ټولو موږ په ګډه دې پرېکړې ته رسېدلي يو چې کلدارې نورې نه اخلو.))
هغه زياته کړه، د روغتيايي سکټور کارمندانو دا پرېکړه د خپل ملي هويت ثابتولو په موخه ترسره کړې او په دې برخه کې يې د حکومت د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
د نجيب الله ابراهيمي په نوم جلال اباد ښار کې د غاښونو يو ډاکتر هم له ناروغ لرونکو غوښتنه لري چې له دوی سره دې د همکارۍ په موخه دې د فیس لپاره له ځان سره افغانۍ ولري.
خو عام خلک بيا وايي، دا پرېکړه ځکه د عملي کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ ده چې خلک ګټه وټه په کلدارو کوي، نو په افغانيو د فيس ورکړه به ورته د منلو وړ نه وي.
ګل رحيم چې جلال اباد ښار کې لاسي کراچۍ باندې د خلکو توکي انتقالوي وايي، عايدات يې دومره نه دي چې هغه افغانۍ کړي او بیا پرې د خپلو ناروغانو درملنه وکړي.
دی وايي، دا چاره هغه وخت ګټوره تمامېدلای شي چې په بازار کې ټوله راکړه ورکړه په افغانيو وي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل هم پر خپله فېسبوک پاڼه د ننګرهار د روغتيايي سکټور د کارکوونکو د دغه اقدام ستاينه کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن