کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۹۸): ملي امنیت وایي چې ناپېژنده وسله والو د کابل ښار نهمې حوزې اړوند ددغه ریاست د کاکوونکو د موټرو په کاروان برید کړی، چې د یاد ریاست دوه کسان یې وژلي او درې نور ټپیان دي.
د ملي امنیت ویاند حارث جبران خېل پژواک خبري اژان ته وویل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د کابل ښار په یکه توت سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د دغه ریاست کارکوونکي د فتر پر لور روان وو.
نوموړي زیاته کړه چې په دې پېښه کې د ملي امنیت دوه کاکوونکي وژل شوي او درې نو ټپیان دي.
جبران یادونه وکړه چې د پېښې د ترسره کوونکو د نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو هڅې روانې دي.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن