د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې د ځمکو د غاصبینو لېست اعلانېږي

بلخ کې د ځمکو د غاصبینو لېست اعلانېږي

Dec 02, 2019 - 14:26

مزارشريف (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۹۸): د بلخ د ښارجوړونې او اراضي رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې څه باندې سل زره جريبه ځمکه غصب شوې چې ډېر ژر به یې د غاصبينو نوملړ د رسنيو له لارې اعلان شي.

د بلخ د اراضي رييس شېرشاه هوتک له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې دغه رياست دمګړی د ځمکو د غاصبينو د نوملړ پر چمتو کولو بوخت دی.

هغه زياته کړه چې په بلخ ولايت کې ټولټال څه باندې ۱۸۰زره جريبه ځمکه غصب شوې وه چې په وروستيو کلونو کې د ښارجوړونې او اراضي رياست په هڅو شاوخوا ۸۰زره جريبه بېرته د غاصبينو له منګولو ژغورل شوې ده.

نوموړی زياتوي چې په بلخ کې ډېره ځمکه په اويايمو کلونو کې غصب شوې چې حتی ځينو ته يې جعلي اسناد هم جوړ کړای شوي دي.

د هوتک په خبره، په ټوله کې مرکزي حکومت، په ځانګړي ډول بلخ ولايت مقام له غاصبينو د غصب شوو ځمکو راګرځولو برخه کې جدي اقدامات کوي چې بېلګې يې څه وخت وړاندې له رسنيو سره هم شريکې کړای شوې.

نوموړي وويل چې له غاصبينو په راګرځول شوې ځمکه کې دوی دولتي پروژې عملي کوي او همدا راز د عوايدو په لوړېدو يې مثبت اغېز کړی دی.

هغه وايي چې د ښار جوړونې او اراضي وزارت په پام کې لري چې په ټول هېواد کې د ځمکو د غاصبينو لېست چمتو او بيا يې رسنيز کړي.

د بلخ د اراضي رياست رييس وويل: ((موږ په بلخ کې هم د ولايت مقام او پوليسو په همکارۍ لګيا يو، د هغو کسانو لېست چمتو کوو چې د دغه ولايت د ځمکو په غصب کې لاس لري. لېست به له بشپړېدو وروسته د رسنيو له لارې خپور هم شي.))

نوموړي که څه هم په دې تړاو معلومات ورکول له وخت وړاندې وبلل خو زياته يې کړه، د مختلفو کټګوريو خلک د ځمکو په غصب کې لاس لري.

هغه زياته کړه چې يو شمېر سوداګر، سيمه ييز زورواکي، با نفوذه اشخاص او حتی يو شمېر عام خلک هم په غصب کې ښکېل دي.

د هوتک په وينا، ځينو خلکو د غصب شوو ځمکو لپاره اسناد هم جوړ کړي، خو زياته يې کړه چې د ځمکو د تنظيم قانون له مخې جوړ شوي او جعلي اسناد په ډېرې اسانۍ سره پېژندل کېدای شي.

هوتک غوښتنه وکړه چې خلک بايد په جدي ډول د ځمکو له غصب څخه ډډه وکړي؛ ځکه په خبره يې چې دغه اداره به د عدلي او قضايي ارګانونو په همغږۍ د غاصبينو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

نوموړی وايي چې د غصب شوو ځمکو د راګرځولو ترڅنګ دوی هڅه کوي چې د غصب عاملين هم د عدلي او قضايي ارګانونو منګولو ته وسپاري.

هوتک زياته کړه چې کله هم دوی پر غصب شوو ځمکو جوړې شوې ودانۍ تخريبوي او ځمکې بېرته دولت ته مستردوي نو هېڅ څوک يې پر وړاندې نه شي درېدلی.

د هغه په وينا، که هر څوک د دوی د هڅو او فعاليتونو پر وړاندې ودرېږي نو جدي او قانوني چلند به ورسره وشي.

د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا درې ميليونه جريبه ځمکه غصب شوې چې د بېرته راګرځولو په موخه يې هلې ځلې پيل شوې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan