کندوز ښار (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٨): په کندوز کې د ملي اردو د يوه سرتېري مېرمن وايي چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې يې خاوند د تخار د درقد ولسوالۍ د سيند په اوبو کې له موټر سره يوځاى غرق شوى، خو تر اوسه يې د بېرته را ايستلو لپاره اقدام نه دى شوى.
دغه مېرمن رويا نومېږي، ٣٥ کاله عمر لري او د کندوز ښار په رستاق اباد سيمه کې ژوند کوي.
هغې د لېندۍ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې خاوند يې نعمت الله د ٢١٧ پامير قول اردو د لوژستيکي برخې موټر چلوونکى و.
دې وويل: ((خاوند مې د تخار ولايت درقد ولسوالۍ ته د موادو د انتقال لپاره ورغلى و، په بېرته راتګ کې له خپلو ملګرو سره سيند ته غورځېدلى دى، دا ١٥ ورځې کېږي چې سيند کې دى، خو څوک يې د را ايستلو غم نه کوي.))
دغه مېرمن وايي چې له خپلو څلورو اولادنو سره يو ځاى څو ځلې د ٢١٧ پامير قول اردو ته ورغلې خو چا ورته قناعت ورکوونکى ځواب نه دى ورکړى.
دې زياته کړه: ((وړمه ورځ له خپلو بچو سره د قول اردو قوماندان ته ورغلم خو د قول اردو قوماندان زه له خپل دفتره و ايستلم.))
رويا زياتوي: ((کله چې خبره شوم، خاوند مې په اوبو کې غرق شوى، خپله درقد ولسوالۍ ته ولاړم، خو هېچا هلته هم راسره مرسته ونه کړه.))
د نوموړي په وينا، خاوند يې ١٤ کاله د ملي اردو په ليکو کې دنده ترسره کړې او که چېرې جسد پيدا نه شي نو له خپلو بچيو سره يوځاى طالبانو ته ورځي.
خو بل لور ته د ٢١٧ پامير قول اردو مرستيال وياند هادي جمال پژواک ته وويل، دوى کوښښ کوي چې د يادې مېرمنې د خاوند جسد له اوبو راوباسي.
ده وويل: ((موږ ډېر کوښښ کوو چې هغه او موټر دواړه له اوبو څخه وباسو خو په سيند کې اوبه ډېرې دي نو مشکل سره يې مخ کړي يو.))
د يادونې ده، له دې وړاندې هم په بېلابېلو پېښو کې د ملي اردو يو شمېر سرتېري تري تم شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن