ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړکې د ۱۱ کيلومتره کانال د جوړولو چارې پيل شوې

په کونړکې د ۱۱ کيلومتره کانال د جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
3 Dec 2019 - 17:26
په کونړکې د ۱۱ کيلومتره کانال د جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
3 Dec 2019 - 17:26

اسعداباد (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٨) : د کونړ ولايت په نورګل ولسوالۍ کې د نړيوال بانک د ۳۹،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۱ کیلومتره اوږد کانال د جوړولو چارې پیل شوې.

د کونړ د سينديزې حوزې رييس انجنير رشیدالله زلمي د ليندۍ په ١٢مه، ددې پروژې د پيل پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې په دې ولايت کې د اوبو رسولو او تنظیم په برخه کې ۱۴ بېلابېلې پروژې  تر کار لاندې دي .

نوموړي زیاته کړه، د نورګل د پتڼ د سیمې کانال چې د برېښنا وزارت په چوکاټ کې د نړیوال بانک د ۳۹،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۱ کیلومتره اوږدوالي او درې مترو پلنوالي  په اندازه کانال د جوړېدو کار نن پيل شو چې چارې به يې په شپاړسو میاشتوکې بشپړې شي.

زلمي زیاته کړه، دا کانال به یوکیلومتر کانګریټ وي او يوې برخې ته يې بولډر وال جوړیږي  چې د سيلاب له خطر څخه وژغورل شي .

د هغه په وينا، له دې کانال څخه به ۹۰۰ هکتاره ځمکه خړوبیږي او ۴۰۰۰ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي .

انجنير زلمى وايي، دغه کانال پخوا د يوې وړې ویالې په اندازه و چې اوس په اساسي توګه د سربند سره جوړیږي.

د نورګل ولسوالۍ يوتن اوسېدونکی  دهقان وايي، د دې سیمې اوسدونکي ډېر بې وسه دي او دوی نه شوکولای چې دغه کانال په خپله جوړ کړي .

 دهقان غوښتنه وکړه چې په نورګل ولسوالۍ کې اوس هم ډېرللمي ډاګونه شته چې د اوبو د نه شتون له امله همداسې شاړ پاتې دي .

دکونړ والي عبدالستار میرزکوال ددې پروژې د پيل پر مهال وويل چې له مرکزي ادارې څخه يې د کونړ ولایت لپاره د ډېرو ګټورو پروژو د پلي کېدو ژمنې اخيستې چې ډېر ژر به یو په بل پسې يې چارې پيل شي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې په کونړ ولایت کې به دټولو هغو للمي ځمکو د خړوبولو لپاره يې له اړونده وزارت سره خبرې کړې او په کونړ ولایت کې د نورو کانالونو کارونه يې هم پیل کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.