ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقونو کمېسيون: د خوست په هوايي بريد کې وژل شوي ملکي وګړي دي

د بشري حقونو کمېسيون: د خوست په هوايي بريد کې وژل شوي ملکي وګړي دي

author avatar
3 Dec 2019 - 11:48
د بشري حقونو کمېسيون: د خوست په هوايي بريد کې وژل شوي ملکي وګړي دي
author avatar
3 Dec 2019 - 11:48

کابل (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٨): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې په خوست ولايت کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا پېښه د تېرې شنبې په شپه د خوست ولايت په عليشېرو ولسوالۍ کې رامنځته شوه چې د امريکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې د يوې کورنۍ شپږ غړي ووژل شول.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون له خوا د لېندۍ په ١٢مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بې پيلوټه الوتکې د بريد له امله د یوه ماشوم او درېیو ښځو په ګډون شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، د بشري حقونو د ګردېز سيمه ييز دفتر د معلوماتو پر بنسټ، قربانيان د علي شېر ولسوالۍ کوچيان وو چې د درملنې لپاره روغتون ته تللي وو او غوښتل يې بېرته خپل استوګنځي ته ستانه شي چې تر هوايي برید لاندې راغلل.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون دا او دې ته ورته بريدونه غندي او د دقيقې ارزونې او مستندولو غوښتنه يې کوي او دغه راز د دې ارزونو او اسنادو پر بنسټ د تورنو عدلي او قضايي تعقيب، د عدالت اجرا او خلکو ته د رسېدلي تاوان جبران غواړي.

سرچينې زياته کړې، کمېسيون پرله پسې له ښکېلو غاړو غوښتي او يو ځل بيا غواړي چې د بشردوستانه نړیوالو حقونو په رعايت سره، ملکي خلک په نښه نه کړي.

خو امريکايي ځواکونو ويلي چې په دغه بريد کې وسله والو طالبان وژل شوي دي.

بلخوا په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خوست په هوايي بريد کې وسله وال  طالبان وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې دوى هم د ملکي تلفاتو له ادعاوو خبر شوي او له ځايي چارواکو سره په دې اړه کار کوي، څو د دې ادعاوو حقيقت پيدا کړي.

پخواني معلومات:

په ولسي جرګه کې د کوچيانو وکيل حيدرجان نعيم زوى ويلي وو چې په ياد بريد کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

حيدرجان وايي، په وژل شوو کسانو کې ملالۍ د  نوراجان لور، ملانو د ګلوچي لور، نور بي بي د خټول لور، نوراجان د منګوي زوى او موټر چلوونکى ملا نبي د عيد ګل زوى شامل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.