کابل (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٨): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چې جنرال مېلر د ولسمشر لومړي مرستيال او د جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشيد دوستم ته کوم مډال نه دى ورکړى.
پرون په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د ملي دفاع وزير اسدالله خالد جوزجان ولايت ته سفر وکړ او له جنرال دوستم سره يې پر ځینو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د يادې ليدنې داسې عکسونه په ټولنيزو شبکو کې خپاره شول چې ګواکې جنرال مېلر د دوستم پر سينه کوم مډال يا نښه ټومبي.
دغه راز د دوستم د دفتر رييس بابر فرهمند په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې د ناټو قوماندان سکاټ مېلر د طالبانو پر ضد د رغنده مبارزې او له افغان ملي امنيتي ځواکونو د ملاتړ په پار جنرال دوستم ته مډال ورکړى دى.
خو په کابل کې د ناټو او امريکايي ځواکونو وياند ډګرمن سوني لوګيټ پژواک اژانس ته وويل چې جنرال مېلر دوستم ته کوم مډال نه دى ورکړى.
هغه زياته کړه چې مېلر د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال ته د ناټو د قوماندانۍ او د دغه سازمان دوه نښې د تحفې په توګه ورکړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن