کندهار (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۹۸): کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ د نوې پېښې په ثبت سره، روان کال کې کندهار کې د دا ډول پېښو شمېر څلورو او ټول هېواد کې ۲۲ ته ورسېد.
د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) دغه تازه پېښه د کندهار ښار په منزلباغ سیمه کې ثبت شوې او په دغې ناروغۍ اخته شوی ماشوم ۱۸ میاشتې عمر لري.
په سوېل کې د پولیو پر ضد د مبارزې د بېړنیو اقداماتو د مرکز مسوول ډاکټر عبدالقیوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ماشوم کورنۍ د پولیو واکسین رداوه او خپل ماشوم ته یې واکسین نه ورکاوه چې له امله یې هغه په دغې ناروغۍ اخته شوی دی.
هغه زیاته کړه، په کندهار کې د پولیو د نوې پېښې ثبتېدل ښيي چې دغه ولایت د ماشومانو د ګوزڼ تر لوړ ګواښ لاندې دی او دغه ناروغي د سلګونو زره ماشومانو ژوند ګواښي.
هغه زیاته کړه، اړوندې ادارې د پولیو د دغې پېښې په غبرګون کې د نوي کمپاین د عملي کولو پلان جوړوي، خو تر هغه چې ټولنه همکاري و نه کړي، د دوی هڅې ډېره مثبت پایله نه شی لرلای.
د ده په خبره، په ټولیزه توګه نا امني، په سمه توګه د واکسین پروګرام نه پلي کېدل او د خلکو کم پوهاوی هغه درې عمده لاملونه دي چې دغه ناروغي یې ډېره کړې ده.
ده وویل، له بده مرغه په ټولنه کې د خلکو تر منځ ناسم باورونه، غلطې مفکورې او اوازې د دې لامل شوي چې ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړي.
په کندهار کې د پولیو دغه نوې پېښه داسې مهال ثبتېږي چې څو ورځې وړاندې په کندهار ښار اتو ولسوالیو کې د پولیو واکسین ځانګړی کمپاین پای ته ورسېد.
پخلا وايي، ټاکل شوې وه په کندهار ښار او اتو ولسوالیو کې د دغه ځانګړي کمپاین له لارې ۴۲۵ زره ماشومان واکسین شي، خو له دې ډلې ۴۳ زره پاتې شول چې له دې ډلې د ۲۳ زره ماشومانو کورنیو واکسین رد کړی او پاتې یې غیر حاضر وو.
په دې اړه د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر موسی جان سلطاني وايي، د کندهار ښار منزل باغ چې د پولیو تازه پېښه په کې رامنځته شوې، له ګڼ مېشتو سیمو ده، دوی له خپلو همکارو بنسټونو سره په ګډه هڅه کوي په دې سیمه کې ماشومان د پولیو ویروس په وړاندې وقایه کړي.
په روان ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو شمېر ۲۲ ته ورسېد چې ۴ یې په کندهار، ۵ په هلمند، ۸ په اروزګان، دوه په پکتیکا، یوه په بادغیس، یوه په کونړ او یوه هم په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې ده.
تېر ۲۰۱۸زېږدیز کال په افغانستان کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن