ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د مالټو باغونه له ۱۳ کلونو وروسته د حکومت تر کنټرول لاندې راغلي

د ننګرهار د مالټو باغونه له ۱۳ کلونو وروسته د حکومت تر کنټرول لاندې راغلي

author avatar
4 Dec 2019 - 15:39
د ننګرهار د مالټو باغونه له ۱۳ کلونو وروسته د حکومت تر کنټرول لاندې راغلي
author avatar
4 Dec 2019 - 15:39

جلال اباد (پژواک، ۱٣ لېندۍ ۹۸): د ننګرهار د کانال فارمونه چې کلونه يې حاصل د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ وېشل کېده، سږ کال حکومت توانېدلی چې دغلته پر ۳۰۰۰ جريبه ځمکه کرل شوي د ستروسو باغونه په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې راولي.

چارواکي اټکل کوي چې سږ کال به له دغو فارمونو پنځه زره او دوه سوه ټنه د مالټو حاصلات راټول شي چې دا د تېر کال په پرتله پنځه چنده زياتوالی ښيي.

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د کانال د درېيم او څلورم فارم په سيمو کې د ستروسو، په ځانګړې توګه د مالټو باغونه دي چې له تېرو ديارلسو کلونو راهيسې يې پر ډېرو برخو وسله والو طالبانو واک درلود.

چارواکي وايي، تېر کال يې دغلته پراخ عمليات ترسره کړل او هم ولسي خلکو پاڅون وکړ چې په باغونو حکومت بشپړ حاکم شو او سږ کال به له ټولو حاصلاتو ګټه يوازې دولت ته ځي.

د باغونو د ښو حاصلاتو له امله نه يوازې دا چې خلکو ته يې د کار زمينه برابره کړې، بلکې بټي کوټ ولسوالۍ ته يې سيلانيان هم ورمات کړي دي.

د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب مومند وايي، پخوا به د جلال اباد – تورخم پر لاره تلونکي مسافر له دغې ولسوالۍ په وېره تېرېدل خو اوس يې امنيت دومره ښه شوی چې پر ننګرهار سربېره له يو شمېر نورو ولايتونو هم دغلته هره ورځ ډلې ډلې ځوانان د تفريح او مالټو خوراک لپاره ورځي.

هغه زياته کړه: ((پخوا ۱۳ کاله د دې باغونو ګټه بل چا (وسله والو) وړې، نن د امنيتي ځواکونو په مټ او د ولس په همکارۍ امنيت تامين شوی، خلک يې د خوراک لپاره راځي، مېلې کوي.))

نوموړي پژواک ته وويل، دغلته اوس تر زرو ډېر کسان د مالټو په راټولولو، بسته بندۍ او نورو برخو کې په مستقيم ډول په کار بوخت دي چې دا چاره خپله د وسله والو فعاليتونو مخه نيسي.

مجيب الرحمن چې د مالټو باغونه يې له دولته په اجاره نیولي وايي، پخوا به يې د اجارې پيسې هم دولت او هم وسله والو ته ورکولې خو سږ کال يوازې حکومت په باغونو واک لري او پيسې يې هم يوازې دوی ته ورکړې دي.

تاج محمد چې د بټي کوټ د مالټو د راټولولو کاريګر دی، وايي، د دغو مالټو خوند له چيناني، ايراني او پاکستانيو هغو ډېر ښه دی، خو دا چې ساتنه يې ستونزمنه ده نو له وخت وړاندې راټولېږي، خو بيا يې هم بازار خپل کړی دی.

مسوولين وايي، د مالټو باغونه يې د پنځو کالو لپاره شرکتونو ته په اجاره ورکړي چې هم به يې پالنه او ساتنه کوي او هم ترې حکومت ته عوايد ورکوي.

د ننګرهار کانال رييس پروېز علي پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولایت د کانال ریاست اړوند د ستروسو باغونو باندې سږ کال یو میلیون افغانۍ پانګونه شوې چې سږ کال به پنځه زره دوه سوه ټنه حاصلات ورکړي چې ترې به ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید هم ترلاسه شي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.