کندهار (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۹۸): په کندهار کې د ۱۶ ولایتونو د کلیوالي تولیداتو چې ډېر یې د ښځو لاسي صنایع دي، د درېیو ورځو لپاره نندارې ته کېښودل شول.
دغه نندارتون د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام له خوا د کندهار ښار په عینو مېنه کې جوړ شوی دی.
نندارې ته وړاندې شوي ډېر توکي کلیوالي مېرمنو تولید کړي دي.
په دغه نندارتون کې لاسي صنایع، د مېرمنو جامې، دستکولونه، زینتي توکي، خوراکي توکي، اچار، مربا، قېمتي ډبرې او نور نندارې ته اېښودل شوي دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام مشر رحمت الله قریشي د نندارتون د پيل په مراسمو کې وویل چې د دغه نندارتون جوړولو موخه د کلیوالي تولیداتو لپاره بازار موندنه، د بازار له تقاضا او غوښتنې خبرېدل او د وطن تولیداتو ترویج دی.
د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وویل چې له ۱۶ ولایتونو څخه راغلي متشبثین کولای شي د دغه نندارتون له لارې د بازار موندنې تر څنګ د کورنیو تولیداتو په برخه کې خپلې تجربې هم له یو او بل سره شریکې کړي.
د رحمانیې په نوم یوې مېرمنې چې خپلې تولید شوې جامې یې نندارې ته وړاندې کړې وې، پژواک ته وویل، دغسې نندارتونونه د دوی د تولیداتو د بازار موندنې لپاره ډېر ګټور دي، ځکه دوی په یوازې ځان نه شي کولای خپلو تولیداتو ته بازار ومومي.
هغه غوښتنه کوي چې دغسې نور نندارتونونه دې هم د زونونو او ولایتونو تر منځ ګډ جوړ شي، څو خلک د خپل هېواد له تولیداتو خبر شي او په کور د ننه هم ښه بازار موندنه ورته وشي.
د یادونې ده چې د دغه نندارتون درېیمه ورځ یوازې مېرمنو ته ځانګړې شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن