ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جمعه خان: د کندهار دوو پوليسو زوى راته وژلى او نږور مې تښتولې

author avatar
4 Dec 2019 - 19:00
author avatar
4 Dec 2019 - 19:00

کابل(پژواک، ۱۳ ليندۍ ۹۸): د کندهار يوتن اوسېدونکى جمعه خان ادعا کوي چې ددغه ولايت دوو سرحدي پوليسو زوى ورته وژلى او نږور يې ترې تښتولې ده.

د جمعه خان په نوم يوکس چې د کندهار د سپين بولدک اوسېدونکى دى وايي، د زين الله او کريم الله په نومونو دوو کسانو چې سرحدي پوليس دي، د ده له نږور سره په همغږۍ د ده زوى وژلى او نږور يې ترې تښتولې ده.

هغه چې نن د ليندۍ په ١٣مه، په کابل کې له خبريالانو سره خبرې کولې، وويل:"تېر لوی اختر ته به پنځه شپږ ورځې پاتې وې، ماښام مهال يې زما زوی غلام نبي چې مزدورکار و، لومړى يې پر موټر وواهه، بيا يې پرې ډزې وکړې او وروسته يې موټر پرې تېر او ويې واژه."

د ده په وينا، د زوی له وژل کېدو پنځه ورځې وروسته يې د زوی ښځه هم ورڅخه بوتلله.

جمعه خان وايي: "ماسره ډېر ظلم شوی، يو يې زوی را شهيد کړ او بل يې ناموس راڅخه بوته چې زما نږور کېږي؛ ميراث ميراث يې کړم ... دا کار د حکومت کسانو کړی، دا دولت چې بايد موږ وساتي زموږ نګهباني وکړي، خو راسره دا چم کوي."

د هغه په وينا، په دې اړه يې په سپين بولدک او کندهار ښار کې ټولو امنيتي او قضايي ارګانونو ته عرېضې کړي، څو د زوی قاتلين يې ونيول شي او د قانون منګلو ته وسپارل شوي، خو هېچا يې غږ نه دى اورېدلى.

نوموړي زياته کړه، د کندهار د امنيه قوماندانۍ کارکوونکو ورته ويلي چې امنيه قوماندان تادين خان په ډاګه کړې چې په دې موضوع کې کار نه لري.

جمعه خان چې له ډېره غمه يې ستونی راډک شو، وويل:"زه له ولسمشر څخه غواړم چې زما غږ واوري، زما پوښتنه وکړي."

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د کندهار ولايت د مسوولينو نظر واخلي، خو هغوى ددې خبر تر خپرولو نظر ورنه کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.