ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سوېل ختيځ زون شاوخوا ۷۰ سلنه ماشومان له خپلو حقونو بې برخې دي”

“د سوېل ختيځ زون شاوخوا ۷۰ سلنه ماشومان له خپلو حقونو بې برخې دي”

author avatar
4 Dec 2019 - 16:17
“د سوېل ختيځ زون شاوخوا ۷۰ سلنه ماشومان له خپلو حقونو بې برخې دي”
author avatar
4 Dec 2019 - 16:17

ګردېز (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۹۸): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د بشر حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې په پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو کې شاوخوا اويا سلنه ماشومان له خپلو حقونو بې برخې دي.

دوی وايي، درانه کارونه، د ماشومانو يا د هغوی د بدن د غړو قاچاق او په جګړو کې ورڅخه استفاده نورې ننګونې دي چې د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

د ياد کمېسيون د ماشومانو برخې مشر محمد قاسم صادق د لېندۍ په ١٣مه خبريالانو ته وويل چې په روانه جګړه کې د نورو ترڅنګ ماشومان هم وژل کېږي چې په خبره يې تر ټولو ډېره د اندېښنې وړ ده.

صادق پژواک ته وويل چې لا هم د ښوونځي د عمر ګڼ ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري او ډېر نور يې له روغتيايي اسانتياوو بې برخې دي.

نوموړي زياته کړه: ((لکه څنګه چې لازمه ده افغان ماشومان په هېڅ برخه کې هم خپلو حقونو ته لاسرسی نه لري او په پکتيا او شاوخوا ولايتونو کې دا کچه لوړه ده. تپل شوې جګړه، مافيايي ډلې، د مخدره موادو، ماشومانو او د هغوی د بدن د غړو قاچاق په ډېره خواشينۍ شته او عمده عوامل يې دي.))

بل لور ته د کار او ټولنيزو چارو رياست هم مني چې په مرکز او ولسواليو کې ان له ۷۰ سلنه زيات ماشومان د ماشومتوب له حقونو بې برخې دي او د بېوزلۍ او په جګړه کې يې د کورنيو د سرپرستانو د وژل کېدو له امله سخت او درانه کارونه کوي.

د يادې ادارې رييس محبوب سلامزی وايي چې تر اوسه په پکتيا کې د هېڅ ادارې لخوا د ماشومانو د ملاتړ کومه د پام وړ او لويه پروژه نده پلې شوې.

سلامزي وويل: ((که په ولسواليو کې وګورو له ۷۰ سلنه اوړي، چې ماشومان په شاقه کارونو مصروف دي. هغه کارونه چې د يوه فاميل مشر يې بايد وکړي، هغه پر ماشومانو کيږي. موږ تېر کال يوه سروې وکړه، يوازې په څو ولسواليو کې له ۱۵۰۰ زيات ماشومان دې ته حاضر شول چې روزنتون ته راشي، خو د بوديجې او امکاناتو د نشتوالي له امله ونه توانېدو چې هغوی جذب کړو او داخلې ورکړو.))

بلخوا ماشومان وايي، خپل خوار حالت ته ځورېږي او له دولت څخه غواړي چې د هېواد د راتلونکي په توګه يې ژوند ښه کېدو ته ډېر پام او کار وکړي.

د ساحل په نوم ماشوم د کورنۍ له مشرانو او د ټولنې له نورو غړو غواړي چې تر خپلې وسې د ماشومانو د ماشومتوب د عمر د ښه تېرولو، زده کړو، روغتيا او د هغوی د ښې تربيې لپاره هلې ځلې وکړي.

نوموړي وويل: ((ماشومان مجبور دي شاقه کارونه وکړي، درس ته يې زمينه نه ده برابره، که موږ نورې نړۍ ته وګورو، هلته ماشومانو ته زيات امکانات برابر دي، خو په افغانستان، په تېره پکتيا کې هېڅ هم نه دي شوي.))

د محمد اسلام په نوم بل ماشوم له مخالفو وسله والو ډلو او امنيتي ځواکونو هم غواړي چې د جګړې پر مهال دې د دوی د ژوند خونديتوب ته پام وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.