د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"له شرعي نصوصو ناسم تعبيرونه اوناسم دودونه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لاملونه دي"

"له شرعي نصوصو ناسم تعبيرونه اوناسم دودونه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لاملونه دي"

Dec 04, 2019 - 17:46

کابل (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٨): د افغانستان د علومو اکاډمي له خوا "د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو" کنفرانس ترسره شو.

د علومو اکاډمي سرپرست رييس څېړنوال دکتور عبدالظاهر شکېب په دې غونډه کې وويل، ټولنيز ژوند هغه مهال ښه پرمختګ کولاى شي چې د نارينه او ښځې ترمنځ ټولنيزې اړيکې متوازنې او سمې وي او که چېرته خداى مه کړه، دغه اړيکې خپل توازن او اعتدال له لاسه ورکړي، نو ټولنه له زوال سره مخامخ کېږي.

ده زياته کړه، اسلامي شريعت هم دغه اعتدال او توازن په پام کې نيولى او هر يو ته يې د هغه له فطري، جسمي او معنوي خصوصياتو او ځانګړتياوو سره سم حقوق، دندې او مسووليتونه سپارلي دي. له توپير پرته نارينه او ښځه دواړه يو شان د بشري نړۍ په سمون، پرمختګ او وده کې برابره ونډه او تاثير لري.

هغه وایی : "زموږ په ټولنه کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي بنسټيز لاملونه دوه شيان دي: ناپوهي او له شرعي نصوصو غلط او ناسم تعبيرونه او دوهم زموږ د هېواد په ځينو سيمو کې د ناسمو دودونو او رواجونو موجوديت دى چې له امله يې ښځې ځورېږي او د تاوتريخوالي ښکار کېږي. "

د ده په خبره، هغه حيثيت، مقام او حقوق چې اسلامي شريعت يې د ښځو په دغه مظلوم او ځورېدلي جنس پېرزوينه کړې ده، د ځمکې پر مخ په بل هيڅ دين او ټولنه کې نشته.

شکېب غوښتنه وکړه چې موږ ټول بايد اسلامي لارښوونې پلې کړو او د خپلو خويندو، ميندو، مېرمنو او لوڼو پر وړاندې د هر ډول تاوتريخوالي او ځورونې د مخنيوي لپاره کار وکړو، ترڅو د ورونو ترڅنګ خويندې هم له سوکاله او هوسا ژوند څخه برخمنې شي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون غړي ډاکټر محمد قاسم الياسي بيا د تاوتريخوالي عوامل ټولنيز، تحصيلي او د نفقې مسايل په ګوته کړل او څرګنده يې کړه چې د خشونت مخنيوى بايد له خپله کوره پيل شي.

ده زياته کړه، ښځې بايد خپل استعدادونه وروزي، خپلو ځانونو ته په خپله شرايط برابر کړي او په وړاندې يې شته خنډونه له لارې لرې کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت استازي ډاکتر ميرويس څرګند کوچي د دې خبرې په بيانولو سره چې د ښځو تحقيرول د مذهب او دين سپکاوى دى، وويل چې د قرآن په رڼا کې د ښځو له حقونو دفاع او ساتنه کوي.

ده په ډاګه کړه چې د سولې په پروسه کې به د خويندو له حقونو څخه پوره دفاع کوي.

د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د برخې مرستيال څېړنوال برهان الله نيازي وويل: " زموږ په ټولنه کې ښځه تل مظلومه واقع شوې او د تاوتريخوالي ښکار شوې ده او ځکه چې د دين له تعليماتو بې خبره يو او جاهلانه کړنو ته لومړيتوب ورکوو. "

په دې کنفرانس کې څېړنوالې فرزانې حبيبي او نيلوفر د ښځو د تاوتريخوالي د مخنيوي اړوند مقالې ولوستې.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement