ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه د روان ټاکنیز کړکېچ د هواري لپاره منځګړیتوب کوي

ولسي جرګه د روان ټاکنیز کړکېچ د هواري لپاره منځګړیتوب کوي

author avatar
4 Dec 2019 - 17:09
ولسي جرګه د روان ټاکنیز کړکېچ د هواري لپاره منځګړیتوب کوي
author avatar
4 Dec 2019 - 17:09

کابل(پژواک،۱۳ لیندۍ ۹۸): د ولسي جرګې رییس موقت او مشارکتي حکومت ناقانوني بولي او پر ټاکنیزو خبرو د ټینګار ترڅنګ وايي چې دغه جرګه د ټاکنیز بهیر د کړکېچ د حل په موخه اقدام کوي.

ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې. د پایلو اعلان یې یو ځل د تلې له ۲۷ مې د لړم ۲۳ مې ته وځنډه، خو وروسته د لړم په ۲۳ هم اعلان نه شوې او معلومه نه ده چې لومړنۍ پایلې به څه وخت اعلان شي. ټاکنو کمېسیون په ۲۷ ولایتونو کې د یو شمېر محلونو د رایو تفتیش او بیا شمېرنه بشپړ کړي او ټاکل شوې په نورو ولایتونو کې هم ترسره شي، خو یو شمېر ټاکنیزو ټکټونو په ځانګړې توګه ثبات او همپالنې ټيم په اوو ولایتونو کې ددغه بهیر مخه ونیوله.

په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې افغانانو د اوسني ولسمشر اشرف غني په ګډون ۱۳ نوماندانو ته رایه ورکړه.

د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندانو او د هېواد سیاستوالو له یاد ټاکنیز وضعیت څخه د وتلو په پار د موقت حکومت غوښتنه کړې او ځینې نوماندان بیا د مشارکتي حکومت د جوړېدو غوښتونکي دي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي سیداحمد خادم ددې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل: ((یو شمېر ناکامو نوماندانو داسې طرحه جوړه کړې چې د حکومت پر ځای سهامي شرکت رامنځته شي، موږ په تېرو پنځو کلونو کې د سهامي حکومت پایله ولیده او دا ځل اجازه نه ورکوو چې د ناکامو نوماندانو لپاره دغه ډول حکومت جوړ شي.))

هغه د مشارکتي حکومت جوړېدل د قانون خلاف ګڼي او وايي، ماته مهمه نه ده چې څوک بریالي کېږي خو ژر تر ژره باید د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي څو منتخب ولسمشر خپله دنده پیل کړي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي غلام حسین ناصري وویل، یو شمېر «ناکام نوماندان او هغه څېرې چې د کرزي د حکومت پر مهال یې بیت المال چور کړی » غواړي چې موقت یا مشارکتي حکومت جوړ شي.

هغه زیاته کړه: ((خلک داځل اجازه نه ورکوي چې داسې حکومت جوړ شي، خلک پر رهبرانو خرڅ شوي نه دي چې د دوی لپاره ټولې لاسته راوړنې قرباني کړي.))

نوموړي له ټاکنو کمېسیونه وغوښتل چې له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره ژر تر ژره د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وویل: ((موقت او مشارکتي حکومت په قانون کې ځای نه لري، یوازې داسې حکومت به جوړېږي چې د ټاکنو له لارې رامنځته شوی وي.))

د نوموړي په خبره، د ټاکنو کمېسیون له خوا په مکرر ډول د ټاکنیز مهال وېش نقض د نوماندانو او کمېسیون ترمنځ تقابل ډېر کړی او دغه بهیر په عملي ډول منحرف شوی دی.

نوموړي منطق او خبرو ته راګرځېدل یو اصل وباله او ویې ویل، په اوسنیو شرایطو کې د ستونزې د حل او بحران د مخنیوي لپاره باید د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو، ټاکنیزو کمېسیونونو، پر ټاکنو د څار بنسټونو، ملي او نړیوالو څارونکو په ګډون خبرې وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.