ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې د ١٧ پروژو کار پيل شو

author avatar
4 Dec 2019 - 16:15
author avatar
4 Dec 2019 - 16:15

پلخمري (پژواک، ١٣ لیندۍ ٩٨): د بغلان ولايت په مربوطاتو کې د ٢٥ ميليونو افغانيو په لګښت د ١٧ پروژو چارې پيل شوې چې په ترڅ کې به يې سلګونو کسانو ته د کار کولو زمينه هم برابره شي.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د بغلان د ولسي تړون پروګرام مسوول ضياء رحيمي وويل چې دغه ١٧ پروژې په مرکز پلخمري او دوه ولسواليو کې  پلې کيږي.

هغه زياته کړه چې دغه پروژې د ٩٩ کليوالي شوراګانو له خوا وړاندې شوې وې چې پر بشپړېدوبه يې ٢٥ ميليونه افغانۍ ولګول شي.

دغه راز د بغلان د کليو او پراختيا رييس محمد رسول عرفاني وويل چې د دغو پروژو ډېره برخه استنادي ديوالونه دي.

هغه وايي چې د دغو پروژو چارې به د درېيو مياشتو په موده کې بشپړې شي چې په ترڅ کې  به يې ډېرو کسانو ته د کار کولو زمينه هم برابره شي.

ده زياته کړه: ((د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د سيلابونو مخه ونيول شي او ډېرې کرنيزې ځمکې به وژغورل شي.))

په ورته وخت کې د پلخمري د بوغابي کلي يوه اوسېدونکي صدرالدين پژواک ته وويل، د دوى په کلي کې استنادي ديوال جوړيږي چې په جوړېدو سره به يې د کلي څه باندې سل جريبه ځمکه د سيلابونو له ګواښ څخه وژغورل شي.

نوموړى وايي: ((د خوړ اوبه بيخي عمومي سړک ته نږدې شوې وې، که سږکال يې غم نه واى خوړل شواى نو عمومي سړک هم په خطر کې و.))

د يادونې ده چې ډېرى مهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې کرنيزې ځمکې او د استوګنې کورونه د سيلابونو له امله زيانمن کيږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.