ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پکتيا لرغونو سيمو او اثارو ته تر اوسه هېڅ پاملرنه نه ده شوې”

author avatar
5 Dec 2019 - 14:14
author avatar
5 Dec 2019 - 14:14

ګردېز (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٨): د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي پر اړوند وزارت او مسوولو ادارو نيوکه کوي چې د لرغونو اثارو په بيارغولو کې له دوى سره همکاري نه کوي چې له امله يې ځينې د له منځه تللو په حال کې دي.

دغه څرګندونې د پکتيا د اطلاعات او فرهنګ رييس صلاح الدين سليس "د پکتيا د لرغونو سيمو پېژندنه، ستونزې او حل لارې" په نوم يوه ورځيني کنفرانس ته وکړې.

هغه وويل، له دوی سره د پکتيا ۸۰ لرغونې سيمې او ځايونه ثبت دي چې د لرغونپوهانو له خوا له څېړنې وروسته به تثبيت شي.

سليس زياته کړه چې تر دې دمه د اړوند وزارت او نورو مسوولو ادارو له خوا له دوی سره له تشو ژمنو پرته هېڅ عملي همکاري نه ده شوې او ټينګار کوي که له دې ډلې ځينو لرغونو ځايونو ته جدي پام ونه شي، ښايي له منځه ولاړ شي.

ده زياته کړه: ((موږ خپلې ستونزې بيا، بيا په کتبي شکل، غونډو او مخامخ ناستو کې مطرح کړې دي، خو متاسفانه عملي جنبه يې نه ده لرلې. له دې پلاوي څخه زموږ غوښتنه دا وه چې ستاسو سفر بايد نتيجه ورکړي او نتيجه به يې دا وي چې د دې ځايونو د تثبيت لپاره فني هيئت راوليږي او په نورو برخو کې مو کمي، کاستي پوره شي.))

دغې غونډې ته د اطلات او فرهنګ وزارت د مرستيال پوهاند رسول باوري په مشرۍ د ياد وزارت يو پلاوى هم ورغلى و.

د ياد وزارت فرهنګي مرستيال پوهاند رسول باوري وويل چې د ولسمشر په لارښوونه د ګردېز بالاحصار او ځينو معلومو سيمو سربېره د نورو لرغونو ځايونو د تشخيص په موخه ورغلي دي.

باوري وايي: ((د افغانستان د تاريخ يو ډېره مهمه دوره، چې بايد څرګنده وي، ناڅرګنده پاتې شوې. هغه د کابل شاهانو د واکمنۍ دوره ده. د هغې واکمنۍ لومړی مرکز کابل او دوهم يې ګردېز و نو موږ به لومړی د کابل او ورپسې به ژر د ګردېز خورا لرغوني بالاحصار د رغونې کارونه پيل کړو.))

دغه راز د اطلاعات او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکټر طارق رشاد وويل چې د پکتيا لرغونو سيمو او آثارو ته تر اوسه هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

هغه زياته کړه :((پکتيا د افغانستان يو لرغونی ولايت دی، چې له بده مرغه تاريخي او لرغونو آثارو پېژندلو، ساتلو او معرفي کولو ته يې لازمه پاملرنه نه ده شوې.))

د يادونې ده چې پکتيا د مهمو لرغونو ځايونو او آثارو لرلو سربېره لا هم د تاريخي آثارو او مجسمو د ساتنې لپاره موزيم نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.