ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ والي: په افغانیو به راکړه ورکړه جبري کړو

د کونړ والي: په افغانیو به راکړه ورکړه جبري کړو

author avatar
5 Dec 2019 - 15:34
د کونړ والي: په افغانیو به راکړه ورکړه جبري کړو
author avatar
5 Dec 2019 - 15:34

اسعداباد (پژواک، ١٤ لېندۍ ٩٨): د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال وايي چې افغانۍ ملي هويت دى او په راتلونکو دوو مياشتو کې به په جبري توګه دود شي.

ميرزکوال چې د لېندۍ په ١٤مه يې په اسعداباد کې يوې خبري ناستې ته وينا کوله وویل چې دغه کار ته يې يو پلان جوړ کړى دى.

نوموړي زياته کړه، هر هغه څوک چې د افغانیو په دودولو کې ناغېړي وکړي، قانوني چلند ورسره کېږي.

والي د ترانسپورټ او ښارواليو ادارو ته وویل چې د موټرو کرايه او د توکو د نرخونو نرخنامې چې  په افغانيو ورکړل شوې، کلکه څارنه وکړي او نرخنامو ته عملي بڼه ورکړي.

ميرزکوال وايي، په کونړ ولایت کې به په راتلونکو دوو میاشتو کې افغانۍ په جبري توګه دودېږي.

د هغه په وينا، سوداګر کولى شي په نورو ولايتونو کې توکي په کلدارو واخلي، په کونړ ولايت کې به معاملې په افغانيو کوي.

والي دغه راز وويل چې د افغانيو دودولو لپاره به د ننګرهار ولايت له مسوولينو سره هم ناستې وکړي څو په ټول ختيځ کې افغانۍ دود شي.

نوموړي زياته کړه چې له دې وروسته که دولتي مامورین له ځان سره کلدارې وساتي او يا پرې پلور او پېر وکړي مجازات به يې کړي.

هغه په کونړ کې ټولو شرکتونو او د خصوصي سکتور ادارو ته هم سپارښتنه وکړه چې د کار په بدل کې مزدورانو ته افغانۍ ورکړي.

والي زیاته کړه، د پروژو له ټولو پلې کوونکو سره قراردادونه په افغانیو ترسره کېږي، دوی هېڅ عذر نه لري چې په کلدارو د پروژو لپاره پلور او پېر وکړي.

د يادونې ده، د افغانستان په ګڼ شمېر سرحدي ولايتونو کې د پاکستان کلدارې او د ايران تومان کارول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.