ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د داعش ۹۶ نور افغان او بهرني وسله وال دولت ته تسليم شول

ننګرهار کې د داعش ۹۶ نور افغان او بهرني وسله وال دولت ته تسليم شول

author avatar
5 Dec 2019 - 17:43
ننګرهار کې د داعش ۹۶ نور افغان او بهرني وسله وال دولت ته تسليم شول
author avatar
5 Dec 2019 - 17:43

جلال اباد (پژواک، ۱٤ لېندۍ ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي، په دغه ولايت کې ۹۶ تنه داعش جنګيالي چې دوه يې ترکان او پاتې ډېری يې پاکستانيان دي، له خپلو ۸۴ مېرمنو او ماشومانو سره دولت ته تسليم شوي دي.

چارواکي وايي، په دې سره په تېرې يوه مياشت کې دغلته ته د تسليم شوو داعش وسله والو او د هغوی د کورنیو د غړو شمېر ۱۴سوه او ۵۰ کسانو ته لوړ شو.

تازه تسليم شوي کسان د لېندۍ په ۱٤مه د ننګرهار د ملي امنيت رياست په انګړ کې خبريالانو ته وښودل شول.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د ۱۸۰  تازه تسليم شوو داعشيانو له ډلې ۹۶ داعش جنګيالي دي چې په کې دوه ترکي، شل افغانان او نور پاکستاني اتباع شامل دي.

نوموړي زياته کړه، د وروستۍ يوې مياشتې په موده کې په دغه ولايت کې ۱۴۵۰ کسان چې ۴۱۳ يې جنګيالي او پاتې نور ماشومان او مېرمنې دي، امنيتي ځواکونو ته تسلیم او نيول شوي دي.

هغه وايي، له تسليم شوو داعشيانو سره به د قانون له مخې چلند وشي.

والي شاه محمود میاخېل د خبريالانو د پوښتنې په ځواب کې د داعش تسليمېدو په اړه د ډاکتر زلمي خليلزاد وروستۍ څرګندونې رد کړې او زياته يې کړه چې د ښه مديريت، ولسي ملاتړ او د کورنيو او بهرنيو ځواکونو د سرښندنو په ترڅ کې داعش وسله وال اړ شوي چې تسليم شي.

خليلزاد ويلي، په ننګرهار کې د داعشيانو په تسليمېدو کې طالبانو هم رول لرلى چې هغوى پرې فشار راوستى دى.

قومي مشر او د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي ملک عثمان شينواري وويل، وروستۍ تسليمۍ د امنيتي ځواکونو رښتينولي په ګوته کوي چې دوی په حقه دي او پر نورو وسله والو مخالفو ډلو يې غږ وکړ چې د جګړې پر ځای د سولې لاره غوره کړي.

تسليم شوو داعشيانو پر خپلو تېرو کړنو پښېماني وښوده او زياته يې کړه چې په وروستیو کې د امنيتي ځواکونو د هوايي او ځمکنيو بريدونو له امله اړ شول چې ځانونه تسلیم کړي.

د دوی له ډلې يو سپين ږيری عامر منظور چې په اردو ژبه يې خبرې کولې، وويل، د پاکستاني عالمانو د تبليغ په پايله کې افغانستان ته د جهاد لپاره راغلی و.

هغه چې دلته يې د داعش په ليکو کې ۳ کاله او ۱۱ مياشتې وخت تېر کړی، وايي، دلته په راتګ ورته جوته شوه چې قانون اسلامي او خلک يې مسلمانان دي، نو ځکه حکومت ته تسليم شو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.