ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: اوربند د سولې د مذاکراتو لپاره مخکې شرط دى

ولسمشر غني: اوربند د سولې د مذاکراتو لپاره مخکې شرط دى

author avatar
5 Dec 2019 - 17:16
ولسمشر غني: اوربند د سولې د مذاکراتو لپاره مخکې شرط دى
author avatar
5 Dec 2019 - 17:16

کابل (پژواک، ١٤ لېندۍ ٩٨): ولسمشر اشرف غني وايي، اوربند د سولې د مذاکراتو پيش شرط دی او طالبان باید په دې برخه کې خپل نیت، ظرفیت او اراده وښیي.

له ارګه د لېندۍ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د ولسي جرګې د داخلي امنیت، نړيوالو اړیکو او د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې کمېسیونونو له مسوولینو او غړو سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شوه، په پیل کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام فاروق وردګ له جمهور ريیس سره د کاري ناستو دغه لړۍ د درې ګونو قواوو د همغږۍ، همکارۍ، ګډ کار، د چارو او خدماتو د ښه والي، د ټولنیز عدالت د تامین او د خلکو د هوساینې لپاره ګټوره وبلله.

د کورني امنیت چارو کمېسیون ريیس فدامحمد الفت صالح د اړوند کمېسیون د کړنو په اړه ولسمشر ته د معلوماتو ورکولو ترڅنګ وویل، د نظام ساتنه ورته مهم لومړیتوب دی او ولسي جرګه به هېچا ته د نظام خلاف د قدم پورته کولو اجازه ورنه کړي.

هغه زیاته کړه، له ټولو ادارو سره به کاري اړیکې او ګډ تفاهم لا پیاوړی کړو او دغه ډول ناستې د دې لپاره ګټورې دي.

د نړيوالو اړیکو کمېسیون ريیس انجنیر هلمند هلمند د اړوند کمېسیون د کړنو د راپور وړاندې کولو ترڅنګ د درې ګونو قواوو ترمنځ همغږي، همکاري او تفاهم مهم وباله او د سولې پروسه کې ولسي جرګې ته د رول  ورکولو ترڅنګ یې  په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو بهیر ملاتړ وکړ.

د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې کمېسیون مرستیال خلیل احمد مجاهد نشه یي توکو ته د اسانه لاسرسي، د قاچاق، استعمال او د معتادینو ستونزې ته په اشارې د اساسي حل په موخه خپل وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل.

د یادو ویناوالو د معلوماتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته ولسمشر غني وویل، نن د ولسي جرګې او جمهوري ریاست ترمنځ د نوي کتاب پیل دی او همدارنګه یې د ولسي جرګې د استازو د کړنو او له  نظامه د ملاتړ قدرداني وکړه او وې ویل، د ملي شورا له نورو کمېسیونونو سره به هم دغه ډول منظمې او کاري ناستې ادامه ولري.

هغه په تقنیني برخه کې د ملي شورا کارونه او پرمختګ وستایه او وې ویل، دا برخه مهمه ده؛ ځکه له قوانینو پرته پرمختګ نه شو کولای او په دې برخه کې چټکتیا هر اړخیز پرمختګ لا باوري کوي.

هغه زیاته کړه، موږ باید قانونمند دولت او موثرې ادارې په میراث پرېږدو.

ولسمشر څرګنده کړه، د امنیتي ارګانونو او ولسي جرګې د لا ښې همغږۍ او د مسایلو د دایمي حل په موخه برابر شوی طرزالعمل به له ارزونې وروسته نهایي شي او همدارنګه به د نشه یي توکو د مخنیوي او د معتادینو د معضلې د حل په موخه اساسي اقدامات وشي.

نوموړي په ټینګار سره وویل، د اصلاحاتو طرز فرد محوره نه، بلکې بنسټ محوره دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.