د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جنرال دوستم: د وسله والو مخالفینو پر ضد د پراخو عملیاتو پر پلان کار کېږي

جنرال دوستم: د وسله والو مخالفینو پر ضد د پراخو عملیاتو پر پلان کار کېږي

Dec 05, 2019 - 17:45

شبرغان (پژواک، ١٤ لېندۍ ٩٨): جنرال دوستم د امریکا د ځانګړې قطعې د سرتېرو له قوماندان جنرال دون هي او د شپنیو عملیاتو له قوماندان جنرال بروتس سره په شمال کې د هېواد د شمال او شمال ختیځ پر امنیتي مسایلو خبرې کړې دي.

جنرال عبدالرشید دوستم له یادې لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل، په یاده لیدنه کې یې په شمال کې د یوه عملیاتي پروګرام د تطبیق پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

هغه روښانه کړه، په یاده لیدنه کې په شمال کې زیانمنې سیمې او د مخالفینو د راټولېدو د مرکزونو په اړه خبرې وکړې څو وروسته د عملیاتو لپاره د هغه په اړه بحث وشي.

هغه زیاته کړه: ((د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې به د عملیاتي پروګرام د تطبیق د څرنګوالي په اړه په راتلونکو ناستو کې واضح شي او له رسنیو سره به یې شریک کړو.))

نوموړي له بهرنیو جنرالانو سره د ناستې په اړه نور جزئیات ورنه کړل او ویې ویل: ((د وسله والو مخالفینو پر ضد د عملیاتي پروګرام لپاره پر لوی پلان کار روان دی.))

په ورته وخت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزي چې په یاده ناسته کې یې ګډون درلود وویل: ((د یاد عملیاتي پروګرام په اړه زموږ ناستې دوام لري، موږ د عملیاتي پلان د تطبیق د څرنګوالي په اړه جزیات نه شو په ډاګه کولای.))

احمدزی وايي، د هېواد په شمال کې د عملیاتو په لپاره د لوی درستیز د کړنلارې په اساس به دغه پروګرام عملي شي.

هغه روښانه کړه چې د ملاحظاتو له امله نه شي کولای د یادو عملیاتو د څرنګوالي په اړه جزئیات ورکړي خو دا یې وویل، د دولت د وسله والو مخالفینو د پټنځایونو د له منځه وړو لپاره ملي دفاع وزارت پر پراخ پلان کار کوي.

خو دوو بهرنیو جنرالانو د یادې لیدنې په اړه له رسنیو سره خبرو ته حاضر نه شول.

د بهرنیو لوړپوړو چارواکو پلاوی له غرمې وروسته یوه نیمه بجه شبرغان ښار ته ورسېد او تر یو ساعته لیدنې وروسته ماسپښین درې بجې یې مزارشریف ته سفر وکړ.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan