ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د واک پر تمرکز څېړنيز راپور خپور شو

د واک پر تمرکز څېړنيز راپور خپور شو

author avatar
5 Dec 2019 - 14:51
د واک پر تمرکز څېړنيز راپور خپور شو
author avatar
5 Dec 2019 - 14:51

کابل (پژواک، ۱۴ ليندۍ ۹۸): د واک د تمرکز په تړاو د يوه څېړنيز راپور ګډونوال د واک د وېش لپاره تر اوسني نظام نور نظامونه ګټور بولي، خو د افغان ملت ګوند مشر ډاکټر انوارالحق احدي وايي چې په اوسني سياسي نظام کې ستونزې نشته، که ستونزه وي نو په افرادو کې ده.

د "قومي ډلې او په افغانستان کې د سياسي واک وېش، په هېواد کې د سياسي نظام بدلون " څېړنيز راپور چې د افغانستان د ستراتېژيکو مطالعاتو د انستيتيوت له خوا جوړ شوى، په اړه يې د روان کال په څلور لومړيو مياشتو کې له ۲۴ کسانو سره مرکې شوې دي.

دغه راپور نن دليندۍ په ١٤مه،په کابل کې د رسنيو پر وړاندې خپور شوى، د دې راپور يوې څېړونکې صديقې بختياري وويل چې په دې څېړنيز راپور کې مرکه شوي ٢٤ کسان ددولت ساز، سولې او اعتدال، ثبات او همپالې او د لطيف پدرام ټاکنيزو ټيمونو غړي دي.

د هغې په وينا، د بن د ناستې دوه ګډونوال، د اساسي قانون د لويې جرګې درې غړي، پر اساسي قانون د څارنې د کمېسيون غړى، د څلورو سياسي ګوندنو ( حزب اسلامي، حزب وحدت اسلامي، جمعيت اسلامي او جنبش ) يو يو غړى، د مسکو او دوحې د ناستو يو يو ګډونوال، د ولسي جرګې پنځه غړي او پنځه نور څېړونکي شامل دي.

بختياري وويل، د دغه څېړنيز راپور يو شمېر مرکه کوونکو ويلي چې د سياسي واک د نابرابرۍ يو له لاملونو څخه د بن ناسته وه، همداراز په اساسي قانون کې هم په دې اړه ځينې ستونزې شته او سياسي واک يې انحصار کړی دی.

هغې زياته کړه:"د راپور يو شمېر مرکه کوونکي د واک د عادلانه وېش لپاره  پارلماني نظام، رياستي نظام له اجرايي صدارت سره، رياستي نظام له درې مرستيالانو سره  او فدرالي نظام وړانديز کړي دي"

نوموړې د سياسي بدلون په برخه کې د طالبانو د نظر په اړه وويل:"د هغو کسانو او څېړونکو په اند چې له طالبانو سره يې په دوحه او يا مسکو کې ناستې لرلې په دې باور دي چې طالبان له ټاکنو او جمهوري نظامه ملاتړ نه کوي، بلکې دوی د اسلامي امارت د جوړېدو پلويان دي."

خو د دې ناستې بل ګډونوال د ثبات او همپالې ټيم ملاتړي او د افغان ملت ګوند مشر انوار الحق احدي پر ياد راپور ځينې نيوکې لرلې .

هغه زياته کړه:" په اوسني سياسي نظام کې ستونزې نشته، که ستونزې او مشکلات وي هغه په افرادو کې دي."

دی زياتوي، د هېواد روان وضعيت دا نه ايجابوي چې په افغانستان کې د نظام پر بدلون خبرې وشي؛ مهمه دا ده چې څنګه کار وشي  ترڅو په نظام کې شته ستونزې له منځه يوړل شي.

د هغه په وينا، اوسنی نظام که هر څومره ستونزې هم ولري، تر بل هر نظامه بهتر دی."

د دې ناستې بل ګډونوال څېړونکي محي الدين مهدي هم پر ياد راپور ځينې نيوکې لرلې او ويې ويل:"دا که منو يا يې نه منو؛ طالب اوس پر نظام خپل اغېز لري؛ له بده مرغه چې د سياسي نظام په اړه د طالبانو نظرونه نه دي رااخيستل شوي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.