د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"طالبان په غزني کې ښوونځیو ته د ودانۍ جوړولو اجازه نه ورکوي"

"طالبان په غزني کې ښوونځیو ته د ودانۍ جوړولو اجازه نه ورکوي"

Dec 05, 2019 - 12:49

غزني ښار (پژواک، ١٤ لېندۍ ٩٨): د غزني د پوهنې رياست چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې د ښوونځيو د ودانيو جوړولو مخه نيولې او دوى کار کولو ته نه پرېږدي، خو طالبان بيا وايي ځکه يې دغه کار کړى چې ښوونځي په معياري ډول نه جوړوي.

دغه څرګندونې د غزني د پوهنې رييس محب الله انصار د لېندۍ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

هغه وويل چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په ١٤ پښتون مېشتو ولسواليو کې د ښوونځيو جوړولو مخه نيولې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دوى د پلان پر بنسټ په روان کال کې بايد د يو ميليارد افغانيو په لګښت د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ١١٣ ښوونځي جوړ شي.

خو زياتوي: ((يواځې په جاغورو، مالستان او ناهور کې مو مکتبونه جوړ کړي، نورو ځايونو کې طالبان اجازه نه ورکوي چې ښوونځي جوړ کړو.))

انصار اندېښنه وښوده، که چېرې طالبان د ښوونځيو جوړولو ته اجازه ور نه کړي، وزارت به د غزني د ښوونځيو بودجه بېرته واخلي او بل ولايت ته به يې ورکړي.

د غزني د پوهنې رييس وايي چې د سيمې د خلکو په منځګړتوب يې هلې ځلې پيل کړې څو دغه ستونزه هواره کړي خو زياتوي چې په دې برخه کې هېڅ پرمختګ نه دى شوى.

خو بل لور ته يوې سرچينې پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې د ښوونځيو د جوړېدو په بدل کې د پيسو غوښتنه کړې ده.

هغه دې اړه ډېر جزئيات وړاندې نه کړل.

په دې اړه د غزني د پوهنې رييس محب الله انصار پژواک ته وويل: ((موږ حاضر يو چې د هر ښوونځي پر سر لس فيصده ورکړو خو طالبانو تر اوسه داسې څه نه دي ويلي او د کار د بندولو لپاره هم هېڅ دليل نه لري.))

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په غزني کې په معياري ډول ښوونځي نه جوړېږي نو ځکه يې طالبانو مخه نيولې ده.

هغه وايي: ((موږ څو ځلې ورسره وليدل، ورته مو وويل چې کارونه مو ستنډرډ کړئ خو دا چې د دوى شخصي ګټې په کې وې، ويې نه منله نو ځکه يې موږ کارونه بند کړي دي.))

د يادونې ده، په غزني کې شاوخوا شپږ سوه ښوونځي دي چې څه باندې درې سوه يې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په ازاده فضا کې زده کړې کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement