ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبان په غزني کې ښوونځیو ته د ودانۍ جوړولو اجازه نه ورکوي”

author avatar
5 Dec 2019 - 12:49
author avatar
5 Dec 2019 - 12:49

غزني ښار (پژواک، ١٤ لېندۍ ٩٨): د غزني د پوهنې رياست چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې د ښوونځيو د ودانيو جوړولو مخه نيولې او دوى کار کولو ته نه پرېږدي، خو طالبان بيا وايي ځکه يې دغه کار کړى چې ښوونځي په معياري ډول نه جوړوي.

دغه څرګندونې د غزني د پوهنې رييس محب الله انصار د لېندۍ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

هغه وويل چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په ١٤ پښتون مېشتو ولسواليو کې د ښوونځيو جوړولو مخه نيولې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دوى د پلان پر بنسټ په روان کال کې بايد د يو ميليارد افغانيو په لګښت د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ١١٣ ښوونځي جوړ شي.

خو زياتوي: ((يواځې په جاغورو، مالستان او ناهور کې مو مکتبونه جوړ کړي، نورو ځايونو کې طالبان اجازه نه ورکوي چې ښوونځي جوړ کړو.))

انصار اندېښنه وښوده، که چېرې طالبان د ښوونځيو جوړولو ته اجازه ور نه کړي، وزارت به د غزني د ښوونځيو بودجه بېرته واخلي او بل ولايت ته به يې ورکړي.

د غزني د پوهنې رييس وايي چې د سيمې د خلکو په منځګړتوب يې هلې ځلې پيل کړې څو دغه ستونزه هواره کړي خو زياتوي چې په دې برخه کې هېڅ پرمختګ نه دى شوى.

خو بل لور ته يوې سرچينې پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې د ښوونځيو د جوړېدو په بدل کې د پيسو غوښتنه کړې ده.

هغه دې اړه ډېر جزئيات وړاندې نه کړل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.