کابل (پژواک، ١٤ لېندۍ ٩٨): ناټو د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د درېدلې لړۍ د بېرته پيلېدو هرکلى کړی دی.
د ناټو سکرتر جنرال جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون ناوخته په لندن کې د دغه سازمان د سرمشريزې ناستې په پاى کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د بيا پيلېدو هرکلى وکړ او ويې ويل چې ناټو د دغو هلو ځلو او خبرو اترو ملاتړ کوي.
پرون د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې زلمى خليزاد په قطر کې له طالبانو سره درېدلې خبرې بېرته پيلوي او له هغې مخکې یې په کابل کې له افغان چارواکو سره ليدلي دي.
د ناټو سرمنشي زياته کړه: ((موږ باوري يو چې د افغانستان د شخړې د هواري يواځېنۍ لاره خبرې اترې او مذاکرات دي.))
هغه زياته کړه چې امريکا تل د افغان شخړې هواري او د زلمي خليلزاد د هڅو په تړاو له ناټو سره سلا مشورې کړې دي.
سټولټنبرګ دغه راز د دغو مذاکراتو پر مهال د اوربند او تاوتريخوالي کمولو د غوښتنې ترڅنګ وويل چې په دې اړه هيله مندي پيدا شوې ده.
نوموړي دغه راز وويل چې ناټو له افغانستان سره دوامدارو مرستو او همکاريو ته ژمنه ده او د افغان ځواکونو مرستې، روزنې او همکاريو ته به ادامه ورکوي.
د هغه په وينا، له دغو همکاريو موخه دا ده چې طالبان هېڅکله د جګړې په ډګر کې بريا نه شي ترلاسه کولى او اړ دي چې د خبرو اترو مېز ته راشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن