ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې لس زره کسانو ته د کارموندنې په موخه پروژه پيل شوه

ننګرهار کې لس زره کسانو ته د کارموندنې په موخه پروژه پيل شوه

author avatar
5 Dec 2019 - 15:30
ننګرهار کې لس زره کسانو ته د کارموندنې په موخه پروژه پيل شوه
author avatar
5 Dec 2019 - 15:30

جلال اباد (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۹۸): د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، د دوه میلیارده افغانیو په لګښت د کارموندنې يوه پروژه يې پیل کړې چې له امله به یې د جلال اباد ښار شاوخوا لس زره کسانو ته په مستقیم ډول د کار کولو زمینه برابره شي.

مسوولين وايي، دا پروژه د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري تمويلېږي او موخه يې هم د حکومت او خلکو ترمنځ د اړيکو پراختيا او د وسله والو لیکو ته د ځوانانو د ورتلو مخنيوی دی.

دا پروژه د لېندۍ په ۱۳مه د ننګرهار ولايت په مقام کې د ولايتي او سيمه یيزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مسوولينو له لوري پرانيستل شوه.

د جلال اباد ښاروال روح الامین حسن په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې وویل، د کار دا پروژه د جلال اباد ښاروالۍ په نهه ناحیو کې د دوی په همغږۍ د ۳۴۰ شوراګانو له لوري تطبیقېږي چې هرې شورا ته به تر ۲ سوه زره امریکایي ډالرو پورې ورکړل شي.

هغه زیاته کړه، شوراګانې به یاده بودجه د دوی په سیمه کې د دوی په خوښه د پروژو تطبیق په موخه مصرف کړي چې له مخې به یې له کډوالۍ را ستانه شوو، بې ځايه شوو او بې وزله کورنیو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.

حسن وایي، د یادې پروژې د پلې کېدو پر مهال به په جلال اباد ښار کې شاوخوا لس زره تنو ته په مستقیم ډول کاري زمینه برابره شي.

د ولسي تړون او کار پروژې عمومي عملياتي مسوول عبدالباري احمدزي وويل چې دغه پروژه د هېواد په ۱۲ ښارونو کې پلې کېږي.

نوموړي وويل، د کارموندنې پروګرام درې برخې لري چې په ترڅ کې به يې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د پاسپورټونو ورکول، د کار بازار پياوړتيا په موخه د زيربناوو جوړول او د کار او سوداګريو په ترسره کولو کې د اسانتياوو رامنځته کول دي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، تروریستان د پرمختګونو مخه نیسي او تېره ورځ یې هم د ابادۍ اتل ډاکتر ناکامورا وواژه خو دوی په دې چارې سره هېڅکله هم خپلو شومو موخو کې نه شي بریالي کېدای؛ ځکه همدا نن یې د پرمختګ په پار په جلال اباد ښار کې د ۲ میلیارده افغانیو په ارزښت د کارموندنې پروژه پیل کړه.

نوموړي زیاته کړه، د کار پروژه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري د نړیوال بانک په ۲ میلیارده افغانیو مالي مرسته د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې په درېیو کلونو کې بشپړېږي.

د ولايتي شورا غړي اسرارالله مراد وويل چې په ننګرهار کې نفوس زيات دی، مرکزي حکومت بايد اوسني نفوس ته په کتو دغه ولایت ته پروژې ورکړي او همدا راز ځوانانو ته يې په بېلابېلو برخو کې د کارموندنې غوښتنه وکړه.

د حاجي سردار په نوم يوه قومي مشر دا ډول پروژې د ځوانانو لپاره ګټورې يادې کړې او زياته يې کړه چې د دغو پروژو په تطبيق سره به نه يوازې خلکو ته کار پيدا شي، بلکې د سيمې د خلکو ستونزې به هم ورسره حل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.