د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: اوربند د سولې د مذاکراتو لپاره مخکې شرط دى

ولسمشر غني: اوربند د سولې د مذاکراتو لپاره مخکې شرط دى

Dec 05, 2019 - 17:16

کابل (پژواک، ١٤ لېندۍ ٩٨): ولسمشر اشرف غني وايي، اوربند د سولې د مذاکراتو پيش شرط دی او طالبان باید په دې برخه کې خپل نیت، ظرفیت او اراده وښیي.

له ارګه د لېندۍ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د ولسي جرګې د داخلي امنیت، نړيوالو اړیکو او د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې کمېسیونونو له مسوولینو او غړو سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شوه، په پیل کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام فاروق وردګ له جمهور ريیس سره د کاري ناستو دغه لړۍ د درې ګونو قواوو د همغږۍ، همکارۍ، ګډ کار، د چارو او خدماتو د ښه والي، د ټولنیز عدالت د تامین او د خلکو د هوساینې لپاره ګټوره وبلله.

د کورني امنیت چارو کمېسیون ريیس فدامحمد الفت صالح د اړوند کمېسیون د کړنو په اړه ولسمشر ته د معلوماتو ورکولو ترڅنګ وویل، د نظام ساتنه ورته مهم لومړیتوب دی او ولسي جرګه به هېچا ته د نظام خلاف د قدم پورته کولو اجازه ورنه کړي.

هغه زیاته کړه، له ټولو ادارو سره به کاري اړیکې او ګډ تفاهم لا پیاوړی کړو او دغه ډول ناستې د دې لپاره ګټورې دي.

د نړيوالو اړیکو کمېسیون ريیس انجنیر هلمند هلمند د اړوند کمېسیون د کړنو د راپور وړاندې کولو ترڅنګ د درې ګونو قواوو ترمنځ همغږي، همکاري او تفاهم مهم وباله او د سولې پروسه کې ولسي جرګې ته د رول  ورکولو ترڅنګ یې  په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو بهیر ملاتړ وکړ.

د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې کمېسیون مرستیال خلیل احمد مجاهد نشه یي توکو ته د اسانه لاسرسي، د قاچاق، استعمال او د معتادینو ستونزې ته په اشارې د اساسي حل په موخه خپل وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل.

د یادو ویناوالو د معلوماتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته ولسمشر غني وویل، نن د ولسي جرګې او جمهوري ریاست ترمنځ د نوي کتاب پیل دی او همدارنګه یې د ولسي جرګې د استازو د کړنو او له  نظامه د ملاتړ قدرداني وکړه او وې ویل، د ملي شورا له نورو کمېسیونونو سره به هم دغه ډول منظمې او کاري ناستې ادامه ولري.

هغه په تقنیني برخه کې د ملي شورا کارونه او پرمختګ وستایه او وې ویل، دا برخه مهمه ده؛ ځکه له قوانینو پرته پرمختګ نه شو کولای او په دې برخه کې چټکتیا هر اړخیز پرمختګ لا باوري کوي.

هغه زیاته کړه، موږ باید قانونمند دولت او موثرې ادارې په میراث پرېږدو.

ولسمشر څرګنده کړه، د امنیتي ارګانونو او ولسي جرګې د لا ښې همغږۍ او د مسایلو د دایمي حل په موخه برابر شوی طرزالعمل به له ارزونې وروسته نهایي شي او همدارنګه به د نشه یي توکو د مخنیوي او د معتادینو د معضلې د حل په موخه اساسي اقدامات وشي.

نوموړي په ټینګار سره وویل، د اصلاحاتو طرز فرد محوره نه، بلکې بنسټ محوره دی.

د وزارتونو تشکیل باید د اهدافو تابع وي، نه برعکس. بهرنیو چارو وزارت باید اقتصاد محوره شي او ډيپلوماتان په افغاني محصولاتو پوه شي او په اړوندو هېوادونو کې ورته بازارموندنه وکړي.

له سیمې او نړۍ سره زموږ اړیکې کلیدي دي، مګر د دې لپاره فعاله استازولي په کار ده.

ولسمشر غني وویل، د سولې په اړه ملي اجماع موجوده ده او د سولې هره کېدونکې موافقتنامه به له ولس او د ولس استازو سره په مشوره وشي.

د هغه په وينا، اوربند د سولې د مذاکراتو مخکې شرط دی او طالبان باید په دې برخه کې خپل نیت، ظرفیت او اراده وښیي.

محمد اشرف غني افغانستان ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سفر ته په اشارې وویل، د تروریستانو د پټنځایونو د ستونزې د حل په موخه یې ورسره خبرې کړې او دې ته به جدي توجه کېږي.

د تلپاتې سولې د تامین په موخه د پټنځایونو موضوع باید په اساسي توګه حل شي.

ولسمشر د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مبارزې، سرښندنو او لاسته راوړنو قدرداني وکړه او وې ویل زموږ زړور ځواکونه له دفاعي حالته تعرضي حالت ته شوي.

هغه زیاته کړه، د سیمې او نړۍ د هېوادونو امنیت او ثبات د افغانستان امنیت او ثبات پورې تړلی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement