ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې د یوه هوټل تښتول شوی مالک د تښتوونکو له بنده راخوشی شو

جلال اباد کې د یوه هوټل تښتول شوی مالک د تښتوونکو له بنده راخوشی شو

author avatar
6 Dec 2019 - 10:31
جلال اباد کې د یوه هوټل تښتول شوی مالک د تښتوونکو له بنده راخوشی شو
author avatar
6 Dec 2019 - 10:31

جلال اباد (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، پوليسو په جلال اباد ښار کې د یوه هوټل مالک او سوداګر د تښتوونکو له بنده راخوشی کړی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د لېندۍ په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مرکز جلال اباد ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د اجمل اکبري په نوم د یوه هوټل مالک او سوداګر وتښول شو.

د هغه په وينا چې پوليسو له شپږ ساعته پرله پسې عملیاتو وروسته یاد کس د تښتوونکو له منګولو ازاد کړ او روغ رمټ یې خپلې کورنۍ ته یې وسپاره.

د والي وياند وايي چې د دې پېښې په تړاو د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی نورالرحمن له دوو کرولا موټرو، یوه کلاشینکوف او ځینو نورو توکو سره یوځای نیول شوی دی.

خوږياڼی وايي، والي شاه محمود مياخېل د پوليسو دغه اقدام ستايلی او د ‌‌‌‌‌‌ډاکتر ناکامورا د قاتلينو د نيولو سپارښته یې هم ورته کړې ده.

هغه زیاته کړه، هر امنیتي ارګان چې د ناکامورا عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري، والي ورته له خپلو شخصي امکاناتو یو میلیون افغانۍ جایزه ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.